دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۱۶
د مطلب کود : 37419
افغان پاکستاني او چینايي چارواکي د افغانستان د سولې په اړه غوونډه کوي
افغان، پاکستاني او چینایې چارواکو په چین کې دېره شوي، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبې خبر ورکړ، چې دا ډول درې اړخیزو غونډو څخه لومړنۍ یې ده او په راتلونکي کې د دا ډول دوو نورو غونډو پلان هم لري.

د اسیا په چارو کې د چین د بهرنیو چارو زارت رییس د دې درې ورځنۍ غونډي مشري کوي.

دغه راز د دې غونډي د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ډيپارټمنټ څخه امان الله جیحون او د پاکستاني لوري مشري د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مسوول عالمګیر بابر کوي.

د غونډې درو خواوو د اسیا په جنوب کې د همکاري د هڅو په ملاتړ د ملګرو ملتونو پر رول تاکید و کړ، خو چین غواړي، چې د شانګهایي د همکاری سازمان هم په دې هڅو کې دخیل واوسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9abf.rhbz8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته