توصيه مطلب
۰
 
په پکتیا کی تروریستی برید د ۷ تنو ترهګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیدل
تاریخ انتشار : دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۰
د پکتیا ولایت امنیه قوماندان وایی چی د اخر بریدکوونکی په وژل کیدو سره، د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون مقر کی نښته پرون د غرمی وروسته پای ته ورسیدل.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،
د توریالی عبدیانی په وینا د دولت مسلح مخالفانو په ډله ایز برید کی ۵ پولیس شهید او ۱۶ تنه د ملکی کسانو په شتون ټپی سوی دی.


دا برید تیره ورځ د ۶:۳۰ بجو په شاوخوا په ګردیز کی شروع سو.


پر قوماندانی باندی اووه ترهګر برید وکړ او د پکتیا امنیه قوماندان په وینا طالبان د دوو موټرانو سره د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون باندی برید وکړ. په لمړۍ سر کی لوی موټر یی د امنیتی ساتونکو له لوری پیژندل کیږی او درول کیږی او وروسته هم چاودنه کوی.


په دی برید کی یو تن ترهګر په چاودنه کی هلاک او ۶ تنه نور هم د امنیتی ځواکونو له لوری د پښو څخه وغورځول سو.

Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 144999