دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 139193
داعش دننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې مدرسې او ښوونځي تړلي
داعش د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته د زدکوونکیو او طالبانو په ورتګ بندیز لګولی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په ننګرهار کې له داعش سره روانې جګړې د پوهنې پر بهیر هم ناوړه اغېز کړی؛ ښوونځي نړیدلي او د کتابونو پاڼې په هر ځای کې باد وهي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینواری وايي، چې د روانې جګړې له کبله په ۴ ولسوالیو کې درې زره پېنځه سوه زدکوونکي له زدکړو پاتې دي.
د نوموړي په وینا؛ داعش د خپل فعالیت په سیمو کې دیني مدرسو او ښوونځيو ته د زدکوونکیو په ورتګ هم بندیز لګولی دی.
دی زیاتوي، چې داعش په ننګرهار کې د خپلې خوښې د زدکړو بهیر هم پیل کړیدی.
هغه له ښکېلو خواوو غواړي، چې ښوونځي او مدرسي د سنګر په توګه ونه کاروي او پر زدکوونکیو پوځي اکمالات ونکړي.
د داعش له سیمو بیځایه شوي زدکوونکي اوس د ښوونځي څخه محروم دي او د ګولیو پر پوچګو او خولونو خپل وخت تېروي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، چې د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د داعش پر ضد عملیات پیل شوي او هڅه کیږي، چې تړلي ښوونځي بیا پرانیستل شي.
دا یوازې ننګرهار نه دی، چې ښوونځي په کې تړل شوي، بلکې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ناامنیو او جګړو له کبله سلګونه ښوونځي تړلشوي او ماشومان له زدکړو بې برخې پاتې دي.
https://avapress.com/vdcb99b8frhbf8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته