دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 149192
ملګري ملتونه: له اوو میلیونو زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو د شمیر د کمیدو خبر ورکړی، خو ویلي دي چې لا هم اوه میلیونو څخه زیات وګړي په دې هیواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۲۰۱۷ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ادارې په یو رپوټ کې ویل شوي چې په دغه موده کې ۲.۲ میلیونو افغانانو چې ښځې، سړي، انجونې اوهلکان په کې شاملې دي، په ټولو ولایتونو کې بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

د " اوچا" دا رپوټ چې تیره ورځ په کابل کې د دغې ادارې له خوا خپور شوی په کې د دغې ادارې له خوا مرستو ته د اړو افغانانو لپاره د پلان شوو مرستو په ترتله مرستې ته د اړو افغانانو په شمیر کې تر شلو فیصدو پورې کمې ښودل شوی .

"په لومړیو شپږ میاشتو کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو په شمیر کې د پلان شوو پروګرامونو پر تله په ځانګړي ډول د راستندیدونکو افغانانو په شمیر کې کموالی او د سترو طبیعي ناورینونو د نه پيښیدلو له امله تر شلو فیصدو کموالی راغلی دی".

خو "اوچا" وایي چې اوس هم ۷.۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دمخه ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د اړو وګړو شمیر ۹.۳ میلیونه ښودلی وو.

ملګرو ملتونو د روان عیسوي کال په سر کې په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړو افغانانو اټکلي شمیر ته په کتنې له نړیوالې ټولنې د ۵۵۰ میلیونو ډالرو مرسته غوښتې وه، خو په دغه هیواد کې مرستې ته د اړو وګړو په شمیر کې د کمیدو له امله اوس دا اندازه ۴۱۴ میلیونو ډالرو ته راکمه شوې ده.

ټاکل شوې دا پیسې د ۳.۶ میلیونو هغو افغانانود خیرښګڼې په چارو مصرف شي، چې د ګواښ سره مخ دي او له نورو اړو افغانانو پرتله بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري.

د " اوچا" د رپوټ له مخې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې اته سوه نهه دیرش زره افغانان په ټول هیواد کې د طبیعي پیښو څخه زیان لیدلی دی، چې د تیرکال د ورته مودې پرتله ۴۰ فیصده کموالی ښيي.

مرستې رسونې په کارکوونکو بریدونه

په ورته وخت کې" اوچا" په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د مرستې رسونې د کارکوونکو پر وړاندې د زور زیاتې په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د دې ادارې د رپوټ له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان د مرستې رسونې نهه کارکوونکي وژل شوي او لس تنه نورټپیان شوي دي.

همداشان په دغه موده کې په ۱۴۲ پيښو کې افغان او بهرنیو مرسته رسونکو ته زیان رسیدلی دی، چې د تیرکال د لومړیو شپږ میاشتو پرتله د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د پیښو په شمیرکې زیاتوالی ښيي.

د " اوچا" اداره وایي چې د زور زیاتې په پیښو کې یوازې ۶۹ یې پر روغتیایي کلینیکونو باندې د بریدونو پیښې دي چې په موده کې شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb99b85rhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته