دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 63249
جمهوررئیس حامدکرزی د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه بلجیم ته روان شو
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه، نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجیم هېواد ته روان شو.
د بروکسل په درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، د سولې د بهیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو رامنځته شویو ستونزو او د هغې له جملې څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورند د ګرښې په اوږدوکې د پاکستان د اردو لخوا د سرحدي دروازې د جوړیدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.
له حامدکرزي سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb95b0.rhbfap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته