دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 106090
جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې له رئیس او غړو سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلم یار او د دغې جرګې د تېرې او نوې دورې له سناتورانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس محمد اشرف غني له هغو سناتورانو څخه مننه او قدرداني وکړه چې په تېرو پنځو کلونوکې د خپل هېواد او خپلو خلکو په خدمت کې و او نویو سناتورانو ته یې په اړوندو دندوکې د بریالیتوب هیله وکړه.
جمهور رئیس غني نویو سناتورانو ته په خطاب کې وویل: ولس په تاسو باور کړی، زما د اعتماد وړ هم یاست، هیله لرم چې افغان ولس ته د خدمت مصدر وګرځئ، د لوی خدای له دربار څخه درته د بریالیتوب هیله کوم.
جمهور رئیس څرګنده کړه چې تاسو ته به په تېرو څو میاشتوکې دا څرګنده شوي وي چې ستاسو جمهور رئیس د هېواد د درې ګونو قواوو رئیس دی او درې واړو قواوو ته یو شان احترم لري، ماته ولسي او مشرانو جرګه دواړه یو ډول ارزښت لري او د هېواد د مهمو ملي مسئلو په اړه له دواړو جرګو سره مشورې کیږي.
د افغانستان جمهور رئیس د درې ګونو قواوو ترمنځ په همغږۍ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: د مقننه، قضایه او اجرائیه قواوو ترمنځ همغږي یو مهم اصل دی او موږ پرې عقیده لرو.
جمهور رئیس غني د افغان ولس ترمنځ د یووالي پر لا ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: دوستان مو زموږ پر اتحاد او اتفاق خوشحالیږي او دښمنان مو زموږ له اتفاقه ویریږي، زموږ خلک د افغانستان د سیاسي قشر اتحاد غواړي له دې امله له بل هر وخت څخه زیات باید اوس افغانان په خپلو کې لا یو موټی
شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې په راتلونکو پنځه کلونوکې باید د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګښت لپاره لا ډیر کار وشي.
جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د قانون په رڼا کې په پام کې ونیسي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه د مننې په ترڅ کې هغه ته ډاډ ورکړ چې مشرانو جرګه به د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د ملک او افغان ولس د خیر ښیګڼې لپاره د حکومت پیاوړې همکاره و اوسي.
مسلم یار، جمهور رئیس محمد اشرف غني ته وړاندیز وکړ، د هغو سناتورانو له تجربو او انرژۍ څخه دې په حکومتي اداروکې ګټه واخیستل شي چې په مشرانو جرګه کې یې پنځه کلنه کاري دوره پای ته رسیدلې ده. ده همدا راز د دغو سناتورانو د شخصي امنیت پر ټینګښت هم ټینګار وکړ.
همدا راز په دغه کتنه کې سناتور احمد بشیر صمیم، سناتورې نجیبې حسیني او سناتور مولوي عبدالله قرلق هم خبرې وکړې، وې ویل چې افغانستان په ځانګړو تاریخي شرایطوکې قرار لري، د نوې کابینې جوړېدل، په نوي جوړښت کې د اصلاحاتو راوستل ، د سیمې او نړۍ په کچه د دیپلوماتیکو مناسباتو رامنځته
کېدل د یو آزاد او خپلواک افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یوه بله هیله ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb90b8grhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته