دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۴
د مطلب کود : 156491
هلمند ته تازه دمي امریکايي سرتېري ورسېدل

دغه تازه امریکایي سرتیري به د هغو امریکایي سرتیرو ځای ونیسي چې په هلمند ولایت کې یې د ٢١٥ قل اردو سرتیرو ته د روزنې او مشورې ماموریت ترسره کاوه.

د امریکا د مرین ټایمز ورځپاڼې په وینا دغه تازه قواوې یواځې روزنیزې او مشورتي چارې پرمخ بیایي او په محاربوي ماموریتونو کې برخه نه اخلي او د هغوی ځای پر ځای کیدل د امریکایي ځواکونو د منظم تغییر او بدلیدو د پروگرام یوه برخه ده.

افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو له سپارلو وروسته د هلمند ولایت یو شمیر سیمې د افغان ځواکونو له کنترول نه ووتلې او د طالبانو لاس ته ورغلې.

خو په هلمند کې میشت امریکایي جنرال راجر تونر مرین ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې اوس نوښت د افغان ځواکونو په لاس کې دی او د طالبانو پر وړاندې په منظمه توگه عملیات کوي.

دغه تازه دم امریکا ځواکونه په داسې حال کې هلمند ته ځي چې افغان امنیتي قواوی تر پخوا اوس ښه روزل شوي او د مخکنیو امریکایي مشاورینو نه یې نوي تکتیکونه زده کړي دي. افغان ځواکونو همداشان خپل هوایي ملاتړ هم ترلاسه کړی چې MD-530 بریدگرې هیلیکوپترې او A-29 سوپر تکانو الوتکې او تکتیکي ډرون په کې شامل دي.

د رپوټونو له مخې افغان ځواکونو څو ځلې تعارضي عملیات کړي او یو شمیر هغه سیمې یې بیرته نیولي چې طالبانو نیولې وې. مارجه او سنگین ولسوالۍ د هلمند ولایت د جگړو د ډگر هغه سیمې دي چې په افغانستان کې د امریکا د ١٦ کلنۍ جگړې په ترڅ کې امریکایي قواو ته په کې تر ټولو زیاته مرگ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن، د خپلې ستراتیژۍ د یوې برخې په توگه د طالبانو پر مالي منابعو باندې د څو میاشتو راهیسې هوایي بریدونه زیات کړي او د هغوی د مخدره توکیو زیرمې او لابراتوارونه یې په نښه کړي دي.

د هوایي انتقالاتو او تدارکاتو په برخه کې د افغان ځواکونو روزنه د هغه ستراتیژۍ یوه برخه ده چې غواړي د طالبانود مخدراتو شبکه ړنگه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb90b88rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته