دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 99781

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته  مبارکي وویله.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې چې پرون ماښام ترسره شوه، د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د هېواد منتخب جمهور رئیس ډاکترمحمد اشرف غني احمدزي ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به د ملګرو ملتونو د سازمان مرستې او همکارۍ د تېر په څېر دوام ومومي.
همدا راز په دغه ټیلیفوني اړیکه کېبانکي مون وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان نوی ځانګړی استازی به د روان میلادي کال تر وروستیو پورې کابل ته واستول شي.
جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي د ټیلیفوني اړیکې او د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو د رایو د تفتیش او په دغه پروسه کې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره  د ملګرو ملتونو د سازمان  له همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس د انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیرکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش نه ستړې کېدونکې هڅېوستایلې.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان نوی ځانګړی استازی د افغانستان لپاره د یاد سازمان ټول پروګرامونه د افغانستان له دولت سره په بشپړه همغږۍ کې تنظیم کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb8zb9.rhb9wp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته