دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 46851
د قدس نړیواله ورځ په افغانستان کې د شیعه او سنی د وحدت عامل ده
د افغانستان پخوانی لومړی وزیر احمد شاه احمد زی له فارس خبری اژانس سره په خبرو کې د شیعه او سنی په وحدت کې د قدس د نړیوالې ورځې ارزښتمن رول ته په اشارې سره په دغه ورځ پراخې مظاهرې د اسلامی امت د اتحاد ښودونکی وبللې . 

د دغه افغان سیاسی فعال په وینا ، د قدس ورځ د فلسطین خلکو ته دا بیغام ورکو ی چې هغو په خپلو ازادی غواړو مبارزو کې یوازې ند ی . احمد شاه احمد زی د فلسطین په پیښو کې د افغان حکومت دریځ کمزورې وباله او ویې ویل د افغانستان ملت د یوه مسلمان ملت په توګه له اسلامی سیاسته برخمن دې او د فلسطین له مظلوم اوس سره خواخوږی څرګندوی . 

د روژې د مبارکې میاشتې وروستې جمعه هر کال د افغانستان مسلمان اولس د حضرت امام خمینی رح له تاریخی پیغامه په الهام اخیستلو سره د لاریونو په ترسره کولو او صیهونیسټی ضده شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له خلکو سره خواخوږی څر ګندوی .
 
په افغانستان کې د قدس د نړیوالې ورخې د دستورو د ترسره کونکیو یوه مسول مولوی مختار مفلح په وینا د دغې اونې په جمعې ورځ د قدس د ورځې دستورې له تیرو کلونو هم په پرتمینه توګه ترسره کیږی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wba.rhb0sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته