دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 138419
فاریاب کې سخت اورښت د ۲۵ کسانو ژوند واخیست
د فاریاب د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، میر امان‎الله څرګندوي چې د واورې اورښت له امله ۳۰ شپانه او کابو درې زره څاروي هم لادرکه دي او زر څاروي هم مړه شوي دي.
د فاریاب سیمه‎ييزو چارواکو نن(دوشنبې د کب۲مه) وویل چې په دې ولایت کې درېیو ورځو پرله پسې بې‎سارې واورې اورېدو له امله ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان دي.
په دې ولایت کې د واورو اورښتو تېرو ۴۰ کلونو راهیسې بې‎ساری بلل شوی.
د فاریاب والي، سید انور وايي:«په تېرو لنډو ورځو کې د واورو اورښت په تېرو ۴۹ کلونو کې بې ساری دی. د اورښتونو له امله سره له دې چې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ډېر شمېر مالي زیان یې هم اړولی دی. په بل‎څراغ ولسوالۍ کې ځواکونه هڅه کوي چې لارې پرانیستل شي. او ټول بنسټونه اړمنو کسانو ته د مرستو په هڅه کې دي.»
په همدې حال کې د فاریاب د پولیسو چاروکي څرګندوي، دوی یو شمېر کسان چې په واورو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
د امنیت آمر، امان‎الله زیاتوي:«۶۰ تر ۷۰ موټر چې له مسافرو سره په لاره کې بند پاتې وو د واورو له امله، پولیسو ژغورلي دي. البته په دې برخه کې نورو دولتې بنسټونو هم همکاري کړې ده.»
د فریاب ولایت پښتون‎کوټ، بل‎څراغ، قرمقول، اندخوی او دولت آباد ولسوالیو کې ډېرې واورې ورېدلې دي چې په سلګونه څاروي یې هم له امله مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdcb8wb89rhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته