دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 143413
جمهور رئیس‌ د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس‌ محمد اشرف غني پرون ماښام په ریاض ښار کې په خپل استوګن‌‌ځای کې د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر سره وکتل.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)په دې کتنه کې دواړو لورو د تروریزم او افراطیت پر ضد دګډې مبارزې، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکاد مرستو او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دواړو لورو د تروریزم پرضدګډې مبارزې په برخه کې په کابل کې د خپلو مخکېنیو خبرو په تائید سره یو ځل بیا د دې شومې پدیدې پر ضد په ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.

په همدې ډول جمهور رئیس غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا مشرانو د ناستې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او مقاماتو په ځانګړې ډول د افغانستان او امریکا د جمهور رئسانولیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو او مناسباتو د پراختیا لپاره ګټورې وبللې.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر، یوځل بیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fb8frhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته