دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 143116
د نویو بحرانونو د رامنځته کونې لپاره ناستی
د عربی،اسلامی سرانو ناستی د دونالد ترامپ؛ د امریکا د ولسمشر په ګډون په ریاض کی د می میاشتی ۲۱ تاریخ کی به ترسره سی.
تجربه شکاره کړۍ دی چی هر وخت چی د لوړو ناستو په شان ناستی د یادسوو دولتونو ترمنځ ترسره سوی دی، د ناستو په ختمیدو سره په سیمه کی نوی بحرانونه رامنځته کیږی؛ خصوصآ په دی وخت کې چی د امریکا دولت نوۍ څیره، قرار دی په دی ناسته کی شرکت وکړی او په یوډول سره د هغه مشرۍ به په لاس کی ولری.
د امریکا ولسمشر حضور په یادسوو ناستو کی هغه د ترور او دهشت ماتی وروسته په سوریه او عراق کی او هم د نجومی سلاحو رانیونی قراردادونو انعقاد د امریکا او عربستان سره، نړیوالو بالخصوص مقابل رقیب روشانه پیامونه مخابره کوی.
د رای الیوم ورځپاڼه لندن چاپ په یو مقاله کی د عبدالباری عطوان قلم سره چی د سعودی دولت انګیزی د ترامپ غوښتنی څخه په دی ناستو کی د شرکت کولو لپاره، په اړه لیکی: ددی ناستی د کار او هغه مسائلو په اړه کوم معلومات نسته چی په دی ناسته کی ترڅیړنی لاندی نیول کیږی. آیا دا ناسته ددی لپاره دی چی ترامپ د همدی سني هیوادونو د ائتلاف په سر کی قرار لری او یا که غواړی چی د ترامپ شهرت د نژاد پرست او اسلام څخه متنفر کس په حیث پاک کړی. ترامپ د ریاست جمهوری په تبلیغاتو او یو حکم په صادرولو سره چی د شپږو عربی  هیوادونو څخه اتباع آمریکا ته نه سی ننوتلۍ، خپل متنفر والی په شکاره ډول وښوده. همدارنګه ترامپ هغه وخت چی خپل وحشی مالی باج غوښتنی ددی عربی هیوادونو په وړاندی لکه خپله سعودی عربستان په وړاندی اعمال کړ، ددی هیوادونو په وړاندی هیڅ کوم ملګرۍ توب او علاقه ونه ښوده.
ترامپ ویلی دی چی عربستان باید خپله د آمریکا ساتنی لګښت د هغه څخه ورکړی چی که د آمریکا ساتنه او محافظت نه وای عربستان به له منځه تللی وای. د غوښتنی شیوه او لاره چی د سعودی عربستان خارجی چارو وزیر له خوا عربی اسلامی هیوادونو څخه کیده لکه مغرب، اردن، مصر او پاکستان څخه داسی په نظر راتله چی ډیر د جلب حکوم او یا احضار سره شباهت او ورته والی درلود.
دا جشن( دواده جشن) ولی د ترامپ لپاره جوړیږی او ولی بیرته د هغه لپاره ګرم بازار کوی په داسی حال کی چی زموږ سره عربان صرف نژاد پرستی په خاطر دشمنی کوی. آیا دا کار د طائفه ای جنګونو د شعله ورکولو لپاره دی او اسرائیلی دشمن ته خدمت کولو لپاره دی؟
ځینی پوهان هم په دی باور دی چی ترامپ دولت د عربی ضد او یا نژاد پرستی روحیی په درلودلو سره؛ خو سعودی او آمریکا په شان دولتونو سره حسنه اړیکو برقراره کولو لپاره ناګزیره او ناچاره دی. بناپردی، داسی په نظر رسیږی چی په هغومره اندازه چی سعودی دولت غواړی د امریکا نوی دولت سره نږدی اړیکی رامنځته کړی، په همغه اندازه او شاید دهغه څخه ډیر ترامپ دولت هم دی اړیکوته متمایل وی؛ که څه هم شاید ځان لوی لیدنی او تکبر حس د ترامپ او همفکرانو مانع وګرځی چی ځان دی اړیکو ته اړتیامند وبولی.
ددی صاحب نظرانو په باور، د امریکا نوی دولت او هم سعودی او عربی متحدانو دولتونه، خپل سیمه ایز توطئو او طرحود مخته وړلو لپاره، سخت یو بل ته اړتیا لری.
له بل لوری داسی په نظر رسیږی چی امریکا تر سعودیانو ډیر دی اړیکی ته ناچاره دی؛ ځکه که آمریکا وغواړی خپل تسلط او نفوذ پر سیمه ایز دولتونو او هیوادونو باندی پراخ کړی، نو د آل سعود څخه ښه انتخاب ورته نه سی پیدا کیدلای او د خپلو سلطی او استعماری مقصدونو لپاره که هم وی باید د آل سعود سره نږدی اړیکی ولری.
دهغه څه په اساس چی وویل سو، داسی په نظر رسیږی چی د ریاض په ناسته کی د ترامپ شرکت کولو مقصد، په سیمه کی د نوی بحرانونو رامنځته کونی او په خاورمیانه کی د ادامه پیدا کولو لپاره د آمریکایی او سعودی سرانو ترمنځ مشوره دی.
https://avapress.com/vdcb8fb80rhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته