دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 97981
عطا محمد نور وايي د نارنجي حرکت معنا دا ده چې حکومت به په زور نیسو
تاند- د بلخ والي وروسته له دې چې پرون خپل پلویان زرغونو او نارنجي حرکتونو ته وبلل، نن په یوه خبرپاڼه کې دا حرکتونه تشریح کړل.
عطا محمد نور تېره شپه په خپل کور کې د شمال له یوه بل پخواني جګړه مار جنرال عبدالمالک سره په کتنه کې، په انتخاباتو کې د درغلۍ او په تحنیکي او سیاسي پروسه کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د ګډون د څرنګوالي په اړه له تشریحاتو وروسته وویل چې د زرغون حرکت هدف دا دی چې خلک به کوڅو او واټونو ته راوځي او پراخ مدني اعتراضونه به کوي خو د نارنجي حرکت مطلب دا دی چې دولتي تاسیسات او ادارې به په زور نیسي او ورپسې به خپل حکومت اعلانوي.
نور پرون په یوه خبرپاڼه کې له خپلو پلویانو غوښتي چې سر له اوسه لاس په کار شي، زرغونه او نارنجي حرکتونه پیل کړي.
نور دا هم ویلي چې د دغو حرکتونو د منفي پایلو مسوولیت به د ملي او نړیوالو مراجعو په غاړه وي ځکه چې ده پخوا هم خبرداری ورکړی و.
ښاغلي نور ویلي چې ځان د خلکو د پاکو رایو دفاع ته ژمن بولي او د دغه حق د ساتنې او تحقق لپاره د اصلاحاتو او همپالنې ټیم داسي اقدامات کوي چې د ده په وینا د افغانستان د سرلوړو خلکو حقوق ترلاسه شي.
عبدالمالک په ځواب کې وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د اقداماتو ملاتړ کوي او هر ډول هلوځلو ته تیار دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb89b9.rhbzwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته