شاه حسین مرتضوی د رییس جمهور غنی ویاند معاون خپل فیسبوک په صفحه کی لیکلی دی چی رییس جمهور د انجونو د کالی یا یونیفورمونو طرحخه چی د معارف وزارت له خوا پیشنهاد سوی وو رد کړه.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، مرتضوی لیکلی دی چی رییس جمهور دا طرحه د خلګو عنعناتو او فرهنګ سره متناسب ونه بلل او وویل چی هیڅ طرحه نه سی کیدلای د کورنیو د اقتصادی وضعیت په نظر کی نیولو پرته عملی سی.
رییس جمهور غنی معارف وزارت ته امر کړی ترڅو پر نوی طرحه باندی د معلمینو، والدینو او شاګردانو په مشوری سره کار وکړی او په داسی ډول سره چی ملی کلتور او فرهنګ او هم اقتصادی شرایطو سره متناسب وی.
د معارف وزارت پرون نوی مشخصات د دولتی مکتبونو د ښځینه شاګردانو لپاره اعلان کړ.
انجونی په دولتی مکتبونو کی کلونه کیږی په تور کالی او سپین څادر کی مکتب ته راځی.
د معارف وزارت د نوی طرحی په اساس قرار وو د انجونو کالی تر شپږم صنف پوری آبی او تر ځنګون پوری او شپږم صنف څخه پورته د شاګردانو کالی فولادی او د پښو تر قوزک پوری وی.