دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 151711
پروژه، خائن یا ضعیف او بی تدبیر؟!

 

 

د طالبانو تهاجمی بریدونو په ترڅ کی د غزنی اندر او شلګر ولسوالیو باندی، د غزنی خلګو نمایندګانو په ملی شورا کی، حکومت او حکومتی مسئولین په بی کفایتی او خیانت باندی تورن کړی او وایی چی اندر ولسوالی باندی طالبانو برید له امله ۴۱ تنه امنیتی ځواکونه شهید او ۲۹ تنه نور ټپیان سوی دی. همدارنګه په دی برید کی ۳ تنه غیری نظامیان شهید او ۲ تنه نور ټپیان سوی دی.

د رسنیو په ګزارش سره، طالبان ادعا کوی چی په دی نښته کی مو دوه پوستو ته سقوط ورکړی دی او ددی ولسوالی امنیه قوماندانی او ولسوالی اداری ساختمان په پوره تخریب کړی دی، خو امنیتی ځواکونه دا ادعا ردوی.

له بل لوری، د غزنی پولیس ویاند و رسنیو ته وویل چی سه شنبه شپی ۱ بجی په شاوخوا د ۳۰۰ څخه ډیر طالبان د شلګر پر ولسوالی باندی برید کړی دی؛ خو د ۴ ساعتونو نښتو وروسته نه دی توانیدلی د ولسوالی ساختمان ته داخل سی. خو طالبان ادعا کوی دا ولسوالی هم تر کنترول لاندی راوړی دی.

بیا هم د ولسوالیو لاس په لاس کیدل د امنیتی ځواکونو او طالبانو په لاس کی. لکه څنګه چی پوهیږو دا خیانت باره پیښی څو کاله دی چی په افغانستان کی یو په بل پسی تکراریږی او دا نابسامانی بالخصوص ملی وحدت حکومت په وخت کی، شپی او ورځی خپل اوج ته رسیدلی دی.

زړه سوانده پوهان ددی ننګین پروژی د شروع څخه په مکرر توګه حکومتی مسئولینو ته خبر ورکړی دی او هغوی څخه غوښتی دی ترڅو ددی ملی فاجعی مخه ونیسی او اجازه ورنه کړی ترڅو د وطن ځوانانو وینی سره داسی سفاکانه او بی رحمانه لوبه وسی.

د پوهانو په باور، په ټول هیواد کی حکومتی اراکینو او خلګو ترمنځ واټن رامنځته کیدو اصلی لاملونو څخه، همدا د ولسوالیو لاس په لاس کیدل دی چی ددی خاوری ډیر ځوانانو وژل کیدو او ټپیان کیدو لامل ګرځی چی په پولیس او اردو کی دی او همدارنګه غیری نظامی او ملکی کسان.

د حکومت بی تفاوتی ترڅنګ د ناامنی حاکمیت په وړاندی، په اردو او پولیسو او نورو برخو کی ددی خاوری ډیر ځانانو وژل کیدو او ټپی کیدل ددی لامل سوی دی چی خلګ د دولت او حکومت څخه واټن واخلی او بالخصوص د هیواد مسلح ځواکونو بدنه کی څینو معلوم الحال کسانو خیانت اخبار په اوریدو سره او حکومتی مشرانو او سرانو بی تفاوتی نسبت دا ملی فاجعی ته، دا واټن او بی اعتمادی ورځ په ورځ ډیریږی.

د پوهانو په باور، خلګ هغه وخت چی وینی چی د څو کالو په ترڅ کی، دا خیانت ادامه پیدا کړی او د تذکرونو او هشدارونو او پوهانو نصیحتونو شتون سربیره د دشمن پنځم ستون ځواکونو په وړاندی د نظام دننه او متعصب او فاشیزم خودی عواملو په وړاندی چی حکومتی نظام او دولت خوره د دننی څخه متلاشی کوی، بیا هم د حکومتی مسئولینو له لوری هیڅ اقدام صورت نه نیسی، خپله دی نتیجی ته رسیږی چی حکومتی مشرانو او سرانو چوپتیا د څو حالو څخه دباندی نه دی.

لمړۍ دا چی دا فکر وسی چی د حکوت زور دا خاینینو او فاشیستانو ته د نظام بدنه کی ونه رسیږی او هغوی خپل خارجی پیاوړۍ ملاتړکوونکی باندی په تکیه سره د امنیتی ځواکونو په صفونو کی ځای پیدا کړی او او خیانتونو او جنایتونو باندی اقدام کوی او د هیواد مسلح ځواکونو صفوفو کی د ځوانانو وژل کیدو لامل ګرځی.

دوهم دا چی داسی فکر وسی چی ځینی سران او مشران خپله خپل شخصیت او هویت و دشمنانو ته خرڅ کړی دی او کامل اطلاع او په خلاصو سترګو، د هیواد ځوانانو وژل کیدنه او ولسوالیو لاس په لاس کیدنه وینی او د خپل بادارانو دستور په اساس، چوپیتا غوره کوی.!

او په آخر کی دریم خبره دا چی ځینی پوهان په دی باور دی، ددی حکومت اصل او اساس؛ یعنی ملی وحدت حکومت، یواځی او یواځی یو امریکایی-غربی پروژه ده په افغانستان او سیمه کی امریکا او غرب لوړ مقصدونو ته رسیدو لپاره.

لوړ نظریی زیاتوی، لکه څنګه چی د داعش رهبرانو حضور په افغانستان کی ددی جهنمی ځواکونو لاره خلاصیدل و منځنۍ آسیا او مرکزی آسیا ته البته د آمریکایانو اشاره او ملاتړ او افغانستان دولت چوپتیا سره د هغوی په وړاندی، یو پروژه دی؛ ددی لپاره خپله دا حکومت کیدلای سی چی یو ضد افغانی او خارجی پروژه وی او ولسوالیو لاس په لاس کیدل او افغانانو وژل کیدل په وړاندی ددی مشرانو چوپتیا، ددی حکومت او دولت پروژه کیدو یو ګواه دی.

په هر حال، خوشبینانه صورت به دا وی چی په دی باور پاته سو چی حکومتی مسئولینو کار کی کوم قصد نسته او په جنګی پالیسی کی ضعفتیا، هغوی د خلګو اندیښنو او دغدغو په وړاندی قرار ورکړی دی چی حتی که دا هم وی، دا یو کوچنی ګناه نه دی او لازم او واجب دی ترڅو دولتی او حکومتی مسئولین ددی سرطان علاج په اړه یو فکر وکړی که نه نو نور د افغانستان او افغانستان خلګو په ذهن او یاد کی کوم ځای نه لری.

https://avapress.com/vdcb88b88rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته