دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 38201
واشنګټن پوست: ولسمشر کرزی په خپل هیواده له امریکایانو پزې ته راغلی
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ښاغلي کرزي نظر بدل شوی. د ده د اوسنیو او مخکنیو سلاکارانو په وینا د کرزي شخصیت او سیاسي هدفونه د امریکایانو له پالیسیو سره په څرګند ډول په ټکر کې دي.
تاند - واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن د افغانستان په اړه په یوه تبصره کې لیکلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په خپل هیواد کې د امریکايي پوځیانو له حضوره ستومانه شوی او دی د امریکا د پوځي ماموریت هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل او د وسله والو مخالفانو ځپل نه ګڼي بلکې فکر کوي چې امریکایان په افغانستان کې د دایمي حضور په لټه کې دي.

واشنګټن پوسټ لیکي: د افغانستان ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې افغان ځواکونه تیار دي چې د خپل هیواد ټول امنیتي مسولیتونه په کامل ډول په غاړه واخلي.

د واشنګټن پوسټ د مقالې لیکوال وايي چې د دې علت چې کرزی ولي داسي غوښتنه کوي دا ده چې دی ملکیانو پر وژلو سخت په غوسه دی. لیکوال په عین حال کې وايي چې کرزی په دې پوهېږي چې که د امریکا پیسې او پوځي ملاتړ نه وي حکومت یې ډېر نه شي پایېدلی خو هغه په خپل هیواد کې د امریکایانو پر کړنو ناراض دی.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ښاغلي کرزي نظر بدل شوی. د ده د اوسنیو او مخکنیو سلاکارانو په وینا د کرزي شخصیت او سیاسي هدفونه د امریکایانو له پالیسیو سره په څرګند ډول په ټکر کې دي.

کرزی نور ځان یو ګوډاګی ولسمشر نه بولي او په افغانستان کې د امریکا پر هدفونو شکمن دی.

کرزی په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې تر پخوا زیات په خپل دې نظر باوري شوی دی. هغه باوري دی چې د افغانستان لویه ستونزه د امریکایانو په حضور کې نغښتې ده او هغوی له طالبانو سره د روغې جوړې په لټه کې نه دي.

وروستیو پر له پسې پېښو په دې د ده باور نور هم زیات کړی چې امریکایان د ستونزو سبب دي.

ده له ناټو غوښتي چې د افغانستان له کلیو او بانډو خپل پوځیان وباسي.

ورځپاڼه وايي چې د امریکا په وړاندې د کرزي دریځ د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته لا سخت شوی دی.

کرزی باور لري چې په دغو انتخاباتو کې د اوباما حکومت پلان جوړ کړی و چې دی بایلونکی شي او فکر کوي چې د ده په حکومت کې د فساد مسله هم امریکا د دې لپاره غټوي چې دی کمزوری شي.

د امریکا له لوري د پاکستان په پوله کې له طالبانو سره د جدي مبارزې نه کولو کرزی په دې قانع کړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون د بلوا د زیاتېدو او لمسېدو سبب دی او امریکا په دې توګه غواړي چې په افغانستان کې دایمي حضور ته پلمه په لاس راوړي.

واشنګټن پوسټ همداراز لیکلي چې د افغانستان ولسمشر د اوباما له لوري افغانستان ته د دېرش زره اضافي عسکرو له ورلېږلو سره مخالف و.

د مقالې لیکوال وايي چې کرزی نه غواړي چې څوک اعدام شي . دی حاضر نه دی چې هیڅوک حتی طالبان هم ووژل شي. هغه طالبان د افغانانو د کورنۍ غړي بولي.

ورځپاڼه ادعا کوي چې کرزی د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پېلوټو الوتکو له حملو سره هم مخالف دی خو له دې ټولو سره سره کرزی له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د فوري وتلو غوښتونکی هم نه دی خو د امریکا له ستراتیژیو سره د ده سخت مخالفتونه کېدای شي امریکایان مجبوره کړي چې له افغانستانه د وتلو پروګرام چټک کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb85bf.rhbwgp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته