دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 122614
د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به په نېږدې وخت کې پيل نه شي
په داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي، د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې د طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه ټاکل کیږي، د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف وايي، په نېږدې راتلونکې کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو د پیل امکان نه ویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا مهال باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو بیا پیل ته ډېره تمه ونه شي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وايي، دی شخصاً په دې پړاو کې د افغانستان د سولې د بهیر د پیل لپاره هېڅ ډول راتلونکی نه ویني.

کابلوف چې پرون یې د انټرفاکس خبري اژانس سره خبرې کړي وايي، کېدای شي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د منې په موسم کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د خبرو اترو د پیل په اړه څه وویل شي، خو په نېږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې ممکنې نه ښکاري.

خو د افغانستان د سولې شورا وايي، دوی او د افغانستان خلک ژر تر ژره د سولې د خبرو اترو د پیل هیله لري.

د سولې د عالي شورا غړي مولوي عطاالله لودین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم خلکو ته ژمنه ورکړې چې په نېږدې راتلونکې کې به دا مزاکرات پیلېږي، د افغانستان خلک تر دې د ډېرې جګړې او نا امنۍ زغم نه لري، موږ هیله من یوو چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې خبرې پیل شي او ښې نتیجې به ولري."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څلور اړخیزو خبرو د درېیمې غونډې وروسته وویل، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د نېټې د ټاکلو لپاره د همغږۍ د دې څلور اړخیزې ډلې له خوا هڅې پیل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده چې د روانې فیبروري میاشتې تر پای به د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل نېټه وټاکل شي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل په هدف د څلور اړخیزو غونډو څلورمه هغه د فیبرورۍ میاشتې په۲۳مه نېټه بیا په کابل کې جوړېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان سر بېره د امریکا او چین استازي هم برخه اخلي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل په اړه په داسې حال کې څرګندونې کېږي چې خپله طالب استازو په قطر کې د پګواش له خوا په جوړې شوې غیرې رسمې غونډه کې یو ځل بیا د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره شرطونه پر پخوانیو شرطونو ټینګار کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcb85b8arhb50p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته