دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 132019
د غورماچ وروسته قندوز ته ځم
عبدالرشید دوستم د ریاست جمهور اول معاون چی یو ځل بیا د هیواد شمال ته تللی دی وایی: د فاریاب د ولایت د غورماچ د ولسوالی د تصفیی وروسته، قندوز ته روانه کیږم؟
د افغان غږ خبری آژانس د خبر ګزاری د مانیتورینګ په بیان سره، د غورماچ د ولسوالی د دوی ورځی سقوط وروسته د طالبانو پواسطه، د ریاست جمهوری دوهم معاون شمال ته روانه سو. د والیانو، قوماندانانو او امنیتی ځواکونو په حضور د شبرغان په یو ناسته کی وویل: په لومړی قدم کی باریاب ته ځم تر څو ۳۵ سرتیری او افسر چی د غورماچ په ولسوالی کی خپل امنیتی پوستی د ټولو تجهیزاتو سره د مسلح مخالفانو ته سپارلی دی د پوښتنی لاندی راولم. جنرال دوستم اضافه کړ چی ددی وروسته مکافات او مجازات په قطعاتو کی عملی کوی او د مسوولینو څخه دضرورت په وخت کی، دهغوی د اجراآتو څخه پوښتنی کیږی. هغه ددی ولایتونو والیانو او امنیتی مسوولینو ته په خطاب کی وویل: هغه افرادو سره چی د کارو په اجرا کی تخطی کوی، هر جناح او په هر سطحه چی مربوط وی جدی برخورد ترسره کیږی. د ریاست جمهوری معاون وویل: هغه وخت چی یو سړی نظامی یونیفورم اغوندی باید د مرګ څخه ونه بیریږی ځکه چی دا یونیفورم د هیواد د ملی نوامیسو د دفاع لپاره اغوستل کیږی، زه نظامی مسوولیت نه لرم او باید د رییس جمهور سره په مرکز کی په چارو بوخت سم، خو بیاهم می دری الی څلور ځلی د فاریاب ولایت تصفیه کړی دی. دوستم په دی بیان سره چی ډیر ژیر به نظامی عملیات د غورماچ په ولسوالی کی شروع کړی وویل: ددی ولسوالی د تصفیی وروسته قندوز ولایت ته ځم او ترهغه چی دا ولایت د طالبانو څخه خالی نه کړم کابل ته بیرته نه راګرځم. پژواک ولیکل: د ریاست جمهوری معاون په داسی حال کی چی نظامی یونیفورم یی په تن کړی وو وویل چی لومړی د قندوز- بغلان لاره تصفیه کوم چی خلګ وکولای سی په شپه او ورځ کی ددی لاری څخه په ارامه زړه تګ او راتګ وکړی او وروسته ددی ولایت مرکز ته روانه کیږم او د خلګو انتقام دطالبانو څخه اخلم. جنرال دوستم والیانو او قوماندانانو ته په خطاب کی وویل: ددی وروسته به همیشه څارنوالان د ځان سره ګرځوم، امنیه قوماندانان او امنیتی آمرین چی امتیاز ترلاسه کوی، د هغوی د اجراآتو څخه پوښتنه کوم او نه غواړم چی داسی افرار زما لپاره د بدنامی لکه راټول کړی. د حکومت دا مقام چی ددی عملیاتو لپاره غورماچ ولسوالی ته ۳۰۰۰ کسان آماده کړی وو وویل چی د عملیات په جریان کی باید دخلګو مالونه مصوون پاته سی او د انتقام اخیستنی مسایل د جنګی اسیرانو سره باید صورت ونه نیسی ځکه چی قانون وجود لری او باید د مسلح مخالفانو سره قانونی برخورد وسی. د ریاست جمهوری معاون وویل چی ځینی افراد مدعی دی چی جنرال دوستم یواځی شمال پوری زړه تړلی دی او نورو ولایاتو ته توجه نه لری خو که جنرال دوستم نه وای نن به هلمند د طالبانو په لاس سقوط کړی وای او په همدی شکل د ارزګان او قندهار ولایات هم سقوط کړی وو. هغه په آخر کی وویل د هیواد د ټولو خلګو لپاره اندیښه کوی او د ټولو خدمت ته قرار لری.
https://avapress.com/vdcb85b89rhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته