دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 146816
ترامپ او د پاکستان پیچلی قضیه

 

د امریکا خارجه وزارت خپل کلنۍ ګزارش کی د تروریزم په اړه ویلی دی چی که څه هم پاکستان په ۲۰۱۶ کال کی د پاکستان طالبانو په وړاند موثره عملیات ترسره کړی دی؛ خو دا هیواد د افغان طالبانو او حقانی ډلی په وړاندی د توجه وړ عملیات نه دی ترسره کړی.

ددی ګزارش په اساس، د پاکستان دولت د تروریستی ډلو کمزوری کولو لپاره چی د امریکا ګټو ته په سیمه کی ګواښ دی موثره اقدام نه دی ترسره کړی.

دا ګزارش زیاته کړی چی پاکستان هڅه کړی ترڅو طالبان او حقانی ډله د سولی مذاکراتو میزته د افغانستان دولت مشری لاندی وهڅوی.

د امریکا خارجه وزارت وایی چی په افغانستان کی ځینی تروریستی بریدونه په پاکستان کی د تروریستی ډلو امن پټنځایونو له لوری طرحه ریزی سوی وو.

دا د امریکا خارجه وزارت د تروریزم په اړه لمړنۍ کلنۍ ګزارش د دونالد ترامپ ریاست جمهوری په دوره کی دی.

کارپوهان وایی چی تراوسه مشخص نه دی چی د امریکا اوسنۍ دولت به دافغانستان مساله او سولی او تروریزم سره مبارزی او دولت جوړونی او د پاکستان په وړاندی چی د تروریزم ملاتړ کوونکی دی کوم تګلاره غوره کړی.

د پوهانو په باور، تراوسه هیڅ کوم روشانه تصویر په دی اړه نسته؛ دا په داسی حال کی دی چی د هغه قدرت ته رسیدو مخکی دا افغان غږ خبری آژانسزه وو چی ښاغلی ترامپ به د پاکستان سره سلهاوو میلیونونو دالرو مرستو کی چی د تروریزم سره مبارزی لپاره ورکول کیږی، تجدید نظر وکړی.

خو تراوسه د ترامپ له لوری کوم مشخص موضع نه دی لیدل سوی. په دی حال تحلیلګران وایی چی باید هیر نه کړو چی د امریکا سیاسی سیستم کی ټول کار په ولسمشر پوری اړه نه لری. په بل بیان سره، ټول ډلی، لابی ګانی، رسنۍ، عمومی افکار، مخالف ګوندونه او کابینه او کانګره دا توله پر ولسمشر باندی فشار راوړی ترڅو د هغه ټول کارونه ددی نظریو سره سم ترسره سی.

نو د پاکستان او افغانستان مساله به د امریکا دولت خارجی سیاست او همدی عواملو پوری به اړه لری.

په لمړۍ سر کی د پاکستان به اړه نور جنبی نشانی شتون درلود چی شکاره کوله د ترامپ دولت د اسلام آباد په وړاندی سخت نظر ولری. یو د نشانو څخه د جمهوری خواهانو تاثیر ګذاره څیرو پاکستانی ضد نظریات او اظهار نظرونه او د تروریزم په وړاندی ددی هیواد سیاستونه وو.

د مثال په توګه، زلمی خلیلزاد چی د جمهوری خواهانو دولت اصلی مهرو څخه د بوش په مشری وو او د امریکا په نمایندګی په سیاسی پروسه کی په افغانستان او عراق کی د امریکا جنګ وروسته ښه نقش ترسره کړ، ددی څخه مخکی د پاکستان او ددی هیواد تګلاری په وړاندی سخت نظر درلودی.

مشهوره ده چی هغه د پاکستان بین المللی انزوا او امریکا مرستو قطع یدو او هغه په دوهم شمالی کوریا بدلولو غوښتونکی سوی وو؛ هغه غوښتنی چی شاید ترفشار لاندی یی د اوباما دولت مجبور سو ترڅو د امریکا ۳۰۰ میلیونه دالره مرسته د پاکستان سره ودروی او دی هیواد ته د څو اف ۱۶ الوتکو خرڅول هم تعلیق حالت ته ولاړ.

دوهم نشانه، د ترامپ سخت موضع ګیری د تروریزم په وړاندی او د بارک اوباما دولت استراتژی باندی د هغه بریدونه دی.

په دی حساب سره شاید د انتظار څخه لیری نه وو چی د امریکا دولت د ترامپ په مشری د پاکستان په وړاندی سخت سیاست غوړه کړی.

وروسته دا روشانه سو چی دا په دی معنی نه وو چی ترامپ ټولو ټولو شیانو ته اقتصادی نظر لری او په افغانستان کی بی فایدی جنګ لپاره د پاکستان او امریکا پیچلی راهبردی ګټی خطر کی واچوی.

https://avapress.com/vdcb80b80rhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته