دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 107323
دامریکا هیلي کوپټرو بیا په عراق کښې داعش ته مرستې رسولي دي .
عیني کتونکو یوځل بیا دعراق په بابل ولایت کښې دامریکا دڅو هیلي کوپټرو چې له وسلو او کسانو ډک وو دکوزیدا خبر ورکړ .
العالم ټیلي ویژن راپور ورکړ دامریکا څو هیلي کوپټرونه پرون سهار د دعراق دپلازمینې بغداد په جنوب کښې په بابل ولایت کښې کیناستل او پکښې سپاره څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې هلته خالي کړل او دغه کسان بیا دترهګرو دملاتړو قبایلي مشرانو او شخصیتونو په کورونو کښې دیره شول .
عیني کتونکو په چهار شنبې ورځ دعراق دبابل ولایت داسکندریه په جنوب کښې دامریکا دپوځ د دوو(۲) هیلي کوپټرو دکوزیدا خبر ورکړ او ویې ویل معلومه نه ده چې دغه هیلي کوپټر په کوم ماموریت سره په دغه سیمه کښې کوز شوي دي .
له دغو بدلونونو سره په یووخت دعراق د حزب الله دغونډ په استخباراتي څانګه کښې یوه چارواکي وویل دامریکا دپوځ هیلي کوپټرونه له ترهګرو سره دمرستې کولو لپاره په تیرې چهارشنبې ورځ دالانبار ولایت په فلوجه کښې کوز شوي دي خو دعراق دعسکرو په غبرګون سره تښتې ته مجبوره شول .
دعراق داوطلبه ځواکونو چې له داعش سره په جنګ بوخت دي تیره میاشت وویل دامریکا پوځي الوتکې په هغو سیمو کښې چې دداعش تر کنټرول لاندې دي ترهګرو ته وسلې او تجهیزات اچوي .
هغو وویل امریکا دعراق په صلاح ا لدین ولایت کښې په یثرب او بلد سیمو کښې داعش ترهګرو ته دهوا له لارې وسلې رسولي او رسوي .
دداعش ترهګرې ډلې کنټرول دامریکا، اسرایلو او سعودي عربستان په لاس کښې دی او دغه ډله په ښه ډول ددغو هیوادونو ګټې تامینوي .
امریکا، سعودي عربستان ، انګلستان ، پاکستان او نورو عرب اواروپاي هیوادونه چې دداعش ډلې ملاتړي دي اوس غواړي ددغه ډلې فعالیت په افغانستان او پاکستان کښې هم پراخ کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5zb8frhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته