دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 145925
ننګرهار: د طالبانو د هاوان په برید کې ګڼ شمېر ملکیان د ماشومانو او ښځو په ګډون ټپیان شوي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا په توغندیز برید کې لږ تر لږه څوارلس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده پېښه،چې نن د چنګاښ په ۱۵مه سهار شاوخوا اوه نیمې بجې رامنځته شوه،د پېښې اته تنو ټپیانو درملنه د غني خیلو په مرکزي روغتون کې ترسره شوې خو ۶ ټپيان چې روغتیایي وضعیت یې نازک دی،د درملنې په موخه د مرکز حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، په ټپیانو کې ماشومان او میرمنې شتون نلري .

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د چپرهار ولسوالی په اړوند سیمه کې د سله والو په برید کې درې ملکي وګړي ووژل شول، درې تنه دي او وسله والو درې نور کسان له ځانونو سره په نامعلوم ځای کې وړي دي.

سرچینه: خامه

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5sb8srhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته