دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 150127
د ترکیې حکومت په تعلیمي نصاب کې د جهاد بحث اضافه او د ډاروین نظریه حذف کړه
په ترکیه کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې شروع شو چې ددې هیواد د معارف وزارت د تعلیمي ادارو په ښوونیز نصاب کې ژور تغیرات راوستي دي.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره،د ترکیې حکومت د تیر کال له ناکامې کودتا وروسته اعلان کړی و چې د نورو حکومتي بنسټونو په شان به د معارف په ادارو کې هم تصفیه او په نصاف کې تغیرات راولي. د راپورونو له مخې د تیره یوه کال په جریان کې د ترکیې دمعارف له وزارت او اړونده ادارو څخه ۴۵ زره تنه دنامطلوبو کسانو په نوم منفک شوي تر څو د نوي نسبتا اسلامي نصاب پلي کیدو ته لاره هواره شي.
اوس چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره په نصاب کې راغلي تغیرات ښکاره شوي یو عمده تغیر له نصاب څخه د ډاروین د ارتقاء د نظریې حذف دی چې له دې پخوا د د غربي تعلیمي سیستم په تقلید د ترکیې په ښوونیزو ادارو کې تدریسیده.
د ډاروین د تکامل نظریه یوه له پیژندل شویو الحادي نظریو څخه ده چې انسان د الهي تکوین او تخلیق په ځای د تکامل د پروسې معلول بولي.په غربي تعلیمي ادارو او یو شمیر اسلامي هیوادونو کې ددې نظریې تدریس او تبلیغ د ډیرو مسلمانانو د الحاد او کفر سبب ګرځیدلی، چې له دې جملې یو هم د کمونیستي رژیمونو تعلیمي نصاب و چې د همدې نظریې په اساس جوړ شوی و.
د ترکیې د ښوونې او روزنې وزیر عصمت ییلماز ویلي چې د امام خطیب په نوم د مدارسو د شبکې په نصاب کې یې د جهاد مبحث اضافه کړی دی تر څو ترکي زده کوونکي د جهاد واقعي مفهوم وپیژني او د هغو تبلیغاتو په وړاندې یې د معلوماتو سطحه لوړه شي چې همدا اوس د غربي تبلیغاتي ادارو لخوا د اسلام او جهاد په خلاف کیږي.
د ترکیې په تعلیمي نصاب کې دا بدلون چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي اصلاحاتو یوه نوې ټولګه ده په وړاندې یې د ترکیې د سیکولرانو غبرګون هم راپاریدلی. سیکولران استدلال کوي چې دغه اصطلاحات ثابتوي چې حاکم رژیم د ترکیې د حکومتدارۍ اساسي بنسټ( سیکولرزم) ته ژمنتیا نلري.
د ترکیې حاکمان په داسې حال کې د سیکولرزم ټغر ورټولوي چې په افغانستان کې یو شمیر کسان زموږ د اسلامي ټولنې د دردونو یوازینی علاج سیکولرزم بولي نو ځکه یې د تبلیغ او پیاده کولو لپاره هڅې کوی.
https://t.me/joinchat/AAAAAEEzvMyzEnohp0CapQ

https://avapress.com/vdcb5gb8zrhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته