دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 140920
مسکو کې به د افغانستان د سولې غونډه جوړه شي
مسکو د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړوي، چې د افغان استازي ترڅنګ به د پاکستان او هند استازي هم ناست وي. امریکا، چې د افغانستان په پېنځلس کلن کړکیچ کې تر نورو ډېره ښکېله بلل کیږي او اوس هم په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري، په دغه غونډه کې ګډون نه کوي؛ خو روسیه د امریکايي استازي ګډون ته سترګې په لار ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف په ډاګه کړې؛ مونږ د افغانستان ستونزې ته متوجه یو او له څو کلونو راهسیې مونږ هڅه کوو، چې په یوه بهرني چوکات کې له افغانستان سره په اړیکه کې پاتې شو. زمونږ د هڅو یوه برخه دا ده، چې د اپریل په څوارلسمه به په مسکو کې د افغانستان د استازیو په ګډون د سیمې یوولس هېوادونه سره را ټول شي او مونږ تمه لرو، چې امریکا به هم خپل استازی را ولیږي.
افغان دولت به د مسکو په کنفرانس کې د سیمې له هېوادونو وغواړي، چې د مسکو غونډه د افغانانو په رهبرۍ د سولې د بهیر بدیل ونه ګڼل شي، د ښه او بد سخت دریځۍ توپیر ونه کړي، د سیمه ییزو ستونزو د حل لپاره باید دولتونه پرېکړې وکړي او د غونډې ګډنوال باید د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د هغوی پر مرکزونو او تمویل ځایونو بریدونه تر سره کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، یوه ترورستي ډله هم کوم هېواد ته ګټوره کیدی نشي. باید ټول یو موټی او ژمن شي، چې پر مراکزو به یې بریدونه کوي.
په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې پر د پاکستان سر بېره اوس اوس ایران او روسیه هم د طالبانو ملاتړي هېوادونه بلل کیږي.
سیاسي شنونکی نصر الله ستانکزی وايي مسکو؛ ځکه له وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي، چې مرکزي آسیا ته د داعش اورپکو د رسیدو مخه پرې ونیسي.
په ټوله کې تحلیل یو څه ښکاروي، چې روسیه د افغانستان د ناامنیو او د افغانستان د ملګرو څخه یو څه په اندېښنه کې ده او داسې په آسانۍ به د وسلوالو طالبانو له ملاتړه لاس په سر هم نه شي.
https://avapress.com/vdcb5gb8grhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته