دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 150226
د افغانستان ولسمشر د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل

د افغانستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د هند له بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سره وکتل.

 دصدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په دې کتنه کې چې پرون وشوه، دواړو لورېو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو نوې ستراتیژي د سیمې د ثبات لپاره ګټوره وبلله.

اشرف غني او د هند د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به هند ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال له هندي سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د فرصتونو د برابرولو، د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلیز د انکشاف پر لارو چارو خبرې وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5gb80rhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته