دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 153421
د شجاعت محور په وړاندی د شرارت محور
سپین ماڼۍ اعلان کړی دی چی دونالد ترامپ او امانوئل مکرون؛ د امریکا او فرانسه مشران، په یو تلفنی اړیکه کی د ایران او حزب الله لبنان سیمه ایز بی ثبات کوونکی فعالیتونو سره مقابلی لپاره توافق کړی دی. ترامپ او مکرون د شنپه ورځ د سوریه او لبنان وضعیت په اړه خبری وکړی. په دی بیانیه کی راغلی دی: دواړه ولسمشران د ایران او حزب الله لبنان بی ثبات کوونکی فعالیتونو سره مقابلی لپاره همکاری اړتیا په اړه توافق کړی دی. د امریکا او فرانسه د مشرانو توافق خبر هغه وخت اعلان سو چی سعد حریری؛ د لبنان لمړۍ وزیر په سعودی عربستان کی د اجباری استعفا او نیول کیدو دوه اونۍ وروسته، فرانسه ته سفر وکړ او د امانوئل مکرون سره خبری وکړی. هغه ددی لیدنی وروسته وویل چی په بیروت کی به خپل موضع شکاره کړی. هغه زیاته کړه چی د هر اقدام نه مخکی باید د لبنان ولسمشر سره مشورت وکړی. د ښاغلی حریری مشر زوی او همسر یی د هغه سره سعودی عربستان پریښوده؛ خو د هغه دوه کوچني زامن د مدرسه امتحانونو لپاره تراوسه په سعودی عربستان کی دی. د عرب نړۍ مسایلو ناظرانو په نظر، په خاورمیانه کی جاری سناریووی چی د شرارت محور له لوری د امریکا او فرانسه او اسراییل رژیم او عربی لاس کیناستل سوی رژیمونو له لوری د شجاعت محور د ایران او حزب الله او لبنان دولت په وړاندی په جریان کی دی، د سیمه ایز استراتژیک رقابتونو پراخوالی ښودونکی دی. ناظران وایی چی ټوله شته نشانی، ددی شکاره کوونکی دی چی حزب الله لبنان اوس د هر وخت څخه نور د تمام عیار فتنه او شیطنت او خطرسره ځان برابر وینی. د تحلیلګرانو په باور، دا په داسی حال کی دی چی د سوریه جنګ خپله د امریکا په مشری نړیوال جبهه داخلیدو لپاره یو مقدمه و مستقیم جنګ ته د حزب الله لبنان او ددی اسلامی مقاومت غورځنګ کامل ټکولو لپاره په سیمه کی وو؛ ځکه اسراییل سربیره پردی چی د غرب او اعرابو هر اړخیزه ملاتړ درلودونکی وو د ۲۰۰۶ کال ۳۳ ورځنۍ جنګ کی په شکاره توګه شکاره کړ چی د حزب الله لبنان غورځنګ نه سی ماتولای او ددی غورځنګ ټکول، یو نړیوال او جمعی حرکت ته د امریکا او ناتو په مشری اړتیا سته؛ هغه حرکت چی لمړۍ سر کی په سوریه کی دداخلی جنګونو ډیریدو سره شروع سو او سوریه کی سوری ضد تروریستان د عرب نړۍ او ټول تروریست پرور قلمرونو څخه راغله او د اروپا اتحادیه اقدام د حزب الله نظامی شاخه په تروریست بللو سره، ددی غورځنګ سره نړیوال مقابلی لپاره بل اقدام وو. غربیان او ناتو دا نتیجه ته رسیدلی دی چی هر ډول نړیوال جنګ د حزب الله سره باید دسوریه څخه تیر سی او سوریه جنګ برخلیک، د حزب الله سره جنګ نهایی برخلیک هم به وټاکی. سید حسن نصرالله؛ د حزب الله لبنان عمومی منشی د امریکا او غرب او ناتو او اعرابو ټول محاسبات په ښه توګه درک کړی دی او په یو استراتژیک تصمیم کی غافلګیره کوونکی اقدام سره، مستقیمآ سوریه جنګ ته داخل سو ترڅو د حزب الله ضد نړیوال پروژه عملی کیدو مخه ونیسی، د دشمنانو ځواب د لبنان نه بغیر په بل ځای کی ورکړی. سوریه جنګ ته د حزب الله ځواکونو شکاره واردیدل، هغه څه وو چی تروریستان او غربی او عربی استراتژیستان هیڅ وخت ددی فکر هم نه کوله؛ ځکه د حمص او حلب جبهو ماته او وروسته یی بریالیتوبونه په تدمر او دیرالزور او... کی شکاره کړ چی سوریه جنګ، د تروریستانواو هغوی ملاتړ کوونکو لمړۍ محاسباتو څخه دباندی روان دی. د همغه شروع څخه هغه وخت چی رسنۍ او غربی تحلیلګران په پراخ توګه دا خبره کوله چی ددی احتمال سته چی سوریه جنګ لبنان ته هم ولاړ سی، مشخص وو چی داسی برنامه د هغوی په تصمیمونو کی قرار لری او که سوریه جنګ، ددی کار برنامی په اساس، باید ترسره سوی وای؛ خو نصرالله سوریه جنګ ته داخلیدو سره، دانقشه له منځه یوړه او د حزب الله په وړاندی نړیوال جنګ سناریو له منځه یوړه. د همدی لپاره سعودیان د صهیونیستانو او خپل بادارانو په مرسته په الیزه او سپین ماڼۍ کی، هڅه وکړه ترڅو د سعد حریری په نیولو او هغه باندی جبری استعفا سره، حزب الله په لبنان کی په داخلی جنګ باندی وادار کړی او په دی اساس، تازه فتنه هغه په وړاندی رامنځته کړی. دا سناریو هم د ماتې په حال کی دی. حریری که څه هم د ریاض سخت فشارونو لاندی دی او زامن یی د سعودیانو تر ګروګان لاندی دی، ددی سناریو د ماتې مخه نیولو یو کس دی؛ خو هغه د هغه بیرته ګرځیدنه و لبنان ته، په نهایت کی به دا ثابت کړی چی د سعودی-صهیونیستی او امریکا او فرانسه فتنه د لبنان په وړاندی، ماته خوړلی دی او د ژغورلو لپاره کوم لاره نسته. د مکرون او ترامپ تازه توافق هم نوی پیښه نه ده. هغوی کلونه کیږی چی د حزب الله ټکولو او ایران باندی سلطه لپاره، مذبوحانه هڅه کوی؛ هغه هڅی چی بیله ماتی کوم حاصل نه دی درلودلی.
https://avapress.com/vdcb5fb88rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته