دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 53952
افغانستان د ترکيي او پاکستان سره د ټرانسپورټ، سوداګرۍ په برخه کې مهمې خبرې کړي
د افغانستان د ترانسپورت او فواید عامې وزیرانو له خپلو ترکي او پاکستاني سیالانو سره په خبرو کې د ټرانسپورټ، سوداګرۍ په برخه کې مهمې خبرې کړي دي.

د جمهوري ریاست دفتر ویلي دي، چې داوود علي نجفي او د فوايد عامې وزیر نجیب الله اوژن په دوه اړخیزو کتنو کې له ترکیې څخه د ایران او افغانستان له لارې پاکستان ته د سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغان کدرونو د روزنې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ترانسپورټ وزیر په وینا، ترکیې ژمنه وکړه ، چې له لسو څخه تر ۱۵ پورې افغان ځوانان به د ۱۸ میاشتو لپاره د ترکیې د لوړو زده کړو په مرکزونو کې وروزي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59bs.rhbfsp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته