دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 139328
په خوست کې د ۹۵ میلیون افغانیو پر لګښت یو پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د خوست والي وایي، د خوست ولایت د ختیځې څنډې په متون درش کلي کې د ۹۵ میلیون افغانیو پر لګښت یو پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري جوړ شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د خوست والي حکم خان حبیبي وایي؛ دا پل ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۹ نیم متره پلنوالی لري، چې پر جووړیدو یې کابو ۹۵ میلیون افغانۍ لګښت شوی او په یوه کال کې یې ودانیزې چارې بشپړې شوې دي.
د سیمې مشر شریف الله متونوال وایي، پخوا د سیلابونو د راوتو پرمهال له ښار سره لار ترساعتونو تړل کیده، چې زدکوونکي، زدکړیالان(محصلین) دولتي کارکوونکي او دکانداران به پخپل وخت خپلو دندو نه شول رسیدی؛ خو اوس یې دا ستوونزې اوارې شوې.
د خوست ټولګټو چارو رییس انجنیر مامور شاه وایي، دغه پل به د متون پر لسګونه کلیو سربېره د صبریو، باک، علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو د اوسیدونکیو لپاره هم آسانتیاوې رامنځته کړي.
انجنیر مامورشاه زیاتوي، د خوست ډېرې ولسوالۍ لویو خوړونو له مرکزه بېلې کړي دي، چې د سیلابونو پر وخت د ځینو ولسوالیو لارې د پلونو د نه شتون له کبله له مرکز سره تړل شوې نه دي؛ خو سږکال په دې ولایت کې د پېنځه پلونو جوړول منظور شوي دي.
https://avapress.com/vdcb59b8wrhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته