دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 132325
د کلیوالو ښځو د ژوند بدلول د حکومت د پروګرامونو په سر کې قرار لري
جمهوررئیس غني: د کلیوالو ښځو د ژوند بدلول د حکومت د پروګرامونو په سر کې قرار لري د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کلیوالو ښځو نړيوالې ورځې او د کابل په اولسم بین المللي کرنیز نندارتون کې چې دکرنې وزارت په نوښت جوړ شوی وو، ګډون وکړ. د کابل په بادام باغ کې په دې مناسبت جوړوشویو مراسمو کې، لومړی د کرنې وزیر اسدالله ضمیر خبرې وکړې وې ویل: سږکال د افغانستان زراعت له لاسته راوړنو او ثمره ډک کال درلود چې پرمختيايي پروګرامونه یې هغو ولایتونو او ولسوالیو ته ورسول چې پخوا ورته پاملرنه نه وه شوې. هغه وویل، د روان کال په اوږدو کې د اوبو لګولو په برخه کې د اقتصادعالي شورا کې د اوبو لګولو ۱۱۰پروژې منظورې شوې چې تر څنګ یې د اوبو لګولو ۹۰ پروژې چمتو شوې دي چې په ټولیزه توګه مو سږکال د اوبو لګولو په ۲۰۰پروژو کار پيل کړی دی چې د ۳۱پروژو کار بشپړ شوی دی او په نورو پروژو کار روان دی. د کرنې وزیر وویل، د اوبو د ښه مدیریت او عادلانه تنظیم لپاره روان کال کې د اوبو لګولو ۱۲۱ټولنې جوړې شوې دي او د اوبولګولو پروژو جوړول موږ ته دا توان راکوي چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړو او زیاتو سیمو ته اوبه ورسوو او د حاصلاتو کچه لوړه کړو. اسدالله ضمیر زیاته کړه: په یادو پروژو کې ۹۲۰۰تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې نږدې ۲۳۲زره تنه له دغو خدمتونو برخمن شوي دي. هغه وویل، سربېره پرې دې موږ د اوبولګولو شاوخوا ۶۳۰ډنډونه جوړه کړي دي چې بڼوالو ته د اوبو ستونزو کې مرسته کوي. هغه په هېواد کې د بڼوالۍ د ودې په اړه وویل، موږ په پسرلني کمپاین کې ۲۴۸۰۰ جریبه نوي باغونه جوړ کړي دي او د مني کمپاین کې به اته زره جریبه نور باغونه جوړ کړو، چې سږکال به په ټولیزه توګه هېواد کې ۳۲زره او ۸۰۰جریبه نوي باغونه جوړ شي. د کرنې وزارت وویل، موږ په دغو دوو کالو کې د بڼوالۍ او اصلاح شویو نهالونو نوی سیستم تجربه کړ چې د متراکمې بڼوالۍ په نوم یادېږي. هغه وویل، د زعفرانو په برخه کې مو سږکال وکولای شوای د هېواد په ۳۰ولایتونو کې ۱۱۵۰هکتاره ځمکه وکرو چې په ټولیزه توګه ۳۰۰ټنه د زعفرانو پياز کروندګرو ته وېشل شوي دي او د ښځو په ګډون مو دغه برخه کې ۹۵۰تنه روزل شوي دي. اسدالله ضمیر کلیوالو ښځو ته د پاملرنې برخه کې وویل، روان کال کې ۳۸زره ښځې د کورنیو باغچو پروګرام څخه برخمنې شوې دي او سربېره پر دې د ۱۲۶۰۰کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې واړه فارمونه جوړ شوي دي. هغه وویل، تر راتلونکو دوو اونیو پورې به سلما بند کې شاوخوا ۵۰زره او د قرغې په فارم کې به ۲۰زره د نسلي کبانو بچي خوشې شي. ورپسې مېرمن طاهرې سخي زاده د کلیوالو ښځو پيغام ولوست، چې کلیوالو ښځو ته د پاملرنې د زیاتېدو تر څنګ یې وویل: په افغانستان کې کلیوالې ښځې د خوړو په تامین او د کلیوالو سیمو د ثبات په پرمختګ کې نقش لوبوي. هغه په کرنه کې د کلیوالو ښځو د نقش پیاوړتیا ته د پاملرنې زیاتوالی، د کلیوالو ښځو د اقتصاد پیاوړتیا ته د بودجې ځانګړي کول او د کلیوالو ښځو د نقش پياوړي کولو په موخه د پروګرامونو او طرحو پلي کول وغوښتل چې د ملي اقتصاد د ودې او د کورنیو د خودکفایۍ لامل کېږي. ورپسې د هېواد یوې کروندګرې ښځې نسیمې خبرې وکړې او د کرنې په برخه کې یې د کرنې وزارت او بین المللي موسسو څخه مننه وکړه، چې د کلیوالو او کروندګرو ښځو د توانايي د پياوړي کولو برخه کې یې زیاته پاملرنه کړې ده. د هېواد یو کروندګر حفیظ الله وویل، پخوا به کروندګرو ته پاملرنه نه کېده، خو اوس زموږ په سیمه لغمان ولایت کې پنځه ویالې او څلور سربندونه جوړ شوي دي چې دا مهال ۱۲۰۰جریبه ځمکه تر اوبه خور لاندې راغلې ده. هغه وویل، کرنې ته د دولت پاملرنه د دې لامل شوه چې په تولیداتو او محصولاتو کې زیاتوالی راشي. جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: هرې افغانې کروندګرې یو وړوکی ګام اخېستی دی، خو دغه واړه ګامونه چې راټول شي د افغانستان د راتلونکې سوکالۍ لپاره یې ستر ګام اخېستی دی. جمهوررئیس وویل، ما د سلو کروندګرو ښځو کارنامې مطالعه کړې، لومړنی تغییر چې تاسې راوستی دی، هغه د افغانستان په دسترخوان کې ستر بدلون دی. هغه زیاته کړه: هرې مخکښې کروندګرې ښځې د خپلو ماشومانو په خوړو کې سابه او شیدې اضافه کړي دي. جمهوررئیس وویل، زموږ په هېواد کې هر شپه ۱۵سلنه خلک وږي ویده کېږي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خوړو مصونیت له ۴۹څخه تر ۶۰پورې خوندي نه دی. محمداشرف غني څرګنده کړه: هره ښځه چې د کرنې برخه کې مخکښه شوې ده، د راتلونکي لپاره یې داخاوره او اوبه په کار اچولې او له دغو ښځو څخه هره یوه د زړورتیا یو مثال ده، چې د یوې افغانې کورنۍ عزت، حیثیت او ابرو یې خوندي کړې ده.
https://avapress.com/vdcb55b8srhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته