دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 74706
دهلمند د پولیسو جګپوړې افسرې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه

تاند- د هلمند ولایتي چارواکي وايي، د پولیسو هغې جګپوړې افسرې، چې پرون په دغه ولایت کې د وسله والو کسانو په ډزو ټپي شوې وه، د ټپونو د سختوالي له کبله ساه ورکړه.
د هلمند د پولیسو دا تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې، چې نګینه نومېده، پرون هغه مهال ټپي شوه چې یو شمېر نا پېژندل شویو وسله والو د ولایت په مرکز لشکرګاه ښۍار کې پرې ډزې وکړې.
وسله وال حکله کوونکي، چې نګار یې د خپل کور په مخکې وویشته، په تېښته بریالي شول.
تر دې څو میاشتې مخکې (جولای میاشت) وسله والو کسانو په هلمند کې د دغه ولایت د ښځو پولیسو تر ټولو جګپوړې چارواکې اسلام بي بي دې ته په ورته حمله کې وژلې وه.
پنځه دېرش کلنې نګار د اسلام بي بي له وژل کېدو وروسته د هغې په چوکۍ کار کاوه. دې له تېرو پنځو کلونو راهیسي په پولیسو کې خدمت کاوه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0zbz.rhbagp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته