دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 110969
د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس پیغام

د رسنیو او مطبوعاتو آزادي زموږ د اساسي قانون یو لوی ارزښت دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت ځان مکلف ګڼي چې دغه ارزښت وساتي او وپالي. د خوشحالۍ ځای دی چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي د سیمې د هیوادونو په کچه په ډیر ښه حالت کې ده.

له بده مرغه،زموږ ګران هیواد نن سبا له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع او هره ورځ د تروریزم د خشونت شاهد دی. په دې منځ کې د رسنیو ځينې کارکوونکي چې د بیان د ازادۍ د پیاوړتیا په لاره کې فعالیت کوي، له ګواښونو، خطرونو او تشدد سره مخ شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت د بیان د آزادۍ د پیاوړتیا لپاره د لا مساعد چاپیریال د ایجاد په منظور هڅه کوي او رسنیو ته، چې د خلکو د دغه اساسي حق تمثیل کوونکي دي، د ټولنې د سترګو او غوږونو په توګه ګوري او د رسنیو او ژورنالیستانو حفاظت خپله یوه اصلي دنده ګڼي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت ځان ژمن ګڼي چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د آزاد فعالیت او اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي ملاتړ وکړي، او په عین حال کې له رسنیو غواړي چې د هیواد لوړو ګټو، ملي منافعو او اوسنيو شرایطو ته په پام سره خپل ملي او هیوادنی رسالت په داسې بڼه ادا کړي چې د دې خاورې دښمنان زموږ د ملت په منځ کې د تفرقې فرصت ونه مومي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0gb89rhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته