دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 154367
د جرمني پولیسو یو افغان د انسانانو د قاچاقو په تور ونیوه

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه افغان یې نیولی چې انسانان یې په ناقانونه توګه جرمني او نورو هېوادونو ته انتقالول.

د جرمني فدرال پولیس وايي دغه افغان قاچاق کوونکي په ۲۰۱۶ کال کې غوښتل د ترکیې له لارې یو شمېر پناه غوښتوونکي په بېړۍ کې یونان ته انتقال کړي چې بیا یې لسګونه کسان په سیند کې ډوب او مړه شول.

پولیسو د دغه سړي نوم نه دی ښودلی او نه یې په اړه ډېر جزیات ورکړي خو ویلي یې دي چې هغه په خپله هم په دغې کښتۍ کې، چې ۹۰ پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، ناست و.

د پولیسو اعلامیه وايي د دغې کښتۍ له ډوبېدو وروسته یوازې ۲۴ تنه وژغورل شول او د یونان سمندري ځواکونو د ۳۵ نورو جسدونه وموندل خو پاتې نور پناه غوښتونکي ورک شول.

پولیس وايي دغه افغان قاچاق کوونکي ځان بیا د پناه غوښتونکي په توګه پولیسو ته تسلیم کړ او یوه میاشت وروسته بیا جرمني ته راغی او دلته یې پناه وغوښته چې پولیسو ونیو.

جرمني په اروپا کې ډېر کډوال لري او د افغانستان په ګډون د ډېرو پناه غوښتوونکو هدف دا وي چې دغه هېواد ته ځانونه ورسوي. خو د جرمني پولیسو یو شمېر خلک د انساني قاچاقو په تور نیولي او محکوم کړي دي او لا هم په دا ډول کسانو پسې ګرځي.

د انسانانو د قاچاقو شبکې د پېسو په بدل خلک له نورو هېوادونو د سمندر او ځمکې په خطرناکو لارو اروپا ته رسوي چې لسګونه زره یې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې په لاره کې مړه شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0ab8zrhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته