دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 149868
په قندهار کی د خارجی ځواکونو پرکاروان باندی برید
په قندهار ولایت کی د خارجی ځواکونو یو کاروان د طالبانو تر برید لاندی راغلی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، د طالبانو ځواکونه په قندهار کی د خارجی ځواکونو یو کاروان باندی برید کړی دی.

فضل الباری بریالی؛ د قندهار ولایت مطبوعاتی دفتر مسئول وایی: دا انتحاری برید، نن جمعی ورځ د ۱:۰۰ بجو په شاوخوا د یو تونس ډوله موټر په واسطه ترسره سوی دی.

ښاغلی بریالی زیاته کړه: خارجی ځواکونه په یو سیمه کی ګزمه کوله چی پرهغوی باندی برید ترسره سو. یو موټر یی خراب سو؛ خو د تلفاتو دقیق آمارو څخه اطلاع نه لرو.

د رومانی دفاع وزارت دا خبره تایید کړی او ویلی دی چی په دی برید کی ۳ تنه سرتیری ټپیان سوی دی.

په اوس حال کی د ۵۸۸ رومانیایی سرتیرو په شاوخوا د ناتو تر ماموریت لاندی په افغانستان کی حضور لری.

طالبان ددی برید مسئولیت په غاړه واخیست اوویل: یو شخص د محمود قندهاری په نامه دا برید ترسره کړی دی.

طالبانو ادعا کړی دی چی اوه تنه خارجی ځواکونه په دی برید کی وژل سوی دی.

 

https://avapress.com/vdcb09b8wrhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته