دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 65986
جمهوررئیس په افغانستان کې د هند د پانګې اچونې لپاره، له یو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي هند ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د هغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې د ډهلي په ښارکې د جمهوررئیس په استوګنځي کې ترسره شوه، په افغانستان کې د تیلي کمونیکیشن، روغتیا او کرنې په برخوکې د پانګې اچونې د ښو فرصتونو د شتون په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
جمهوررئیس په نوموړو برخوکې په افغانستان کې د پانګې اچونې د ښو فرصتونو د شتون په باب هندي سوداګرو او پانګوالو ته معلومات ورکړل.
په مقابل کې هندي سوداګرو او پانګوالو په افغانستان کې د تیلې کمونیکیشن، روغتیا او کرنې په برخوکې د پانګې اچونې لپاره د خپلې علاقمندۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د پانګې اچونې لپاره د موجودو فرصتونو د څیړنې لپاره به ډیر ژر خپل پلاوي افغانستان ته ولیږي.
په دغه کتنه کې د هند د صنایعو کنفدراسیون لوی رئیس ښاغلي چاندرجت بانرجي، د بهارتي په نوم د هند د ډیرې لوېې تصدۍ چې د تیلي کمونیکیشن، د بیمې او خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د نړۍ په ۲۱ هېوادونوکې فعالیت کوي رئیس راکیش بهارتي او د فورتیس د روغتیایي خدمتونو اجرائیوي رئیس ملویندر موهن سینګ حضور درلود.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي، نن غرمه د ډهلي په ښار کې په خپل استوګنځي کې له یو شمېر افغان هندوانو او سیکانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې افغان هندوانو او سیکانو د خپلو ستونزو په اړه جمهوررئیس ته معلو مات ورکړل.

هغوی وویل چې تل یې هېواد یادیږي او غواړي د کابل، خوست او کندهار ولایتونو او د جلال آباد او چاریکارو ښارونو او هغو نورو سیمو ته بیرته لاړ شي چې هلته یې پخوا مېنې او جایدادونه لرل.
په مقابل کې جمهوررئیس د دې په ترڅ کې چې هغوی یې هېواد ته د بیرته راستنیدو لپاره وهڅول، څرګنده یې کړه چې د افغانستان دولت به د هغوی د جایدادونو د استرداد په برخه کې لازمه همکاري وکړي.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb09b0.rhbswp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته