دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 83166
د فراه په بالابلوک کې سلګونه کسانو د اعتراض په توګه د هرات او فراه لویه لاره تړلې
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د اعتراض په توګه د هرات او فراه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایې، دا کسان د بالابلوک ولسوال د لري کیدوغوښتنه لري.
دوي دغه راز د هغه لسو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي، چې څه موده مخکې د احمدشاه خان په نامه د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان له خوا بندیان شوي وو.
نوموړي د بالابلوک پنځوس تنه اوسیدونکي په دې خاطر بندیان کړي وه، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې د ده زوی تښتولی وو.
خووروسته له دې ډلې نه څلویښت تنه یې بیرته خوشي شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb08bw.rhbf0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته