دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 141163
آیا د تروریزم لګښت تاریخ پای ته رسیدلي دی؟
جنرال مک مستر؛ د دونالد ترامپ ملی امنیت مشاور چی په یو منطقه ای سفر کی قرار لری، لومړۍ د افغانستان څخه کتنه وکړه او وروسته پاکستان ته ولاړه. مک مستر د افغانستان ارشد مقاماتو سره په کتنه کی، د افغانستان او آمریکا بیلابیلو مناسباتو کی لکه امنیتی، تروریزم سره مبارزه، منطقه ای مسایل، اقتصاد او پراختیا په اړه خبری وکړی، خو هغه څه چی دا سفر مهم کړی دی ددواړو لورو خبری د افغانستان امنیتی څلور کلنۍ پلان دی او د افغانستان حکومت ددی پلان مخلیک مک مستر ته ارائه کړ او د امنیتی مرستو غوښتونکی سو. په دی برخه کی، د حکومت اجراییه رییس وایی چی د آمریکا دولت د افغانستان په اړه خپل پالیسی نهایی کولو کی قرار لری او مک مستر وغوښته چی په مستقیم ډول سره ددی هیواد وضعیت څخه لومړۍ لاس اطلاعات لاسته راوړی.

ځینی کارپوهان وایی چی مک مستر؛ د دونالد ترامپ ملی امنیت مشاور، همغه مواضعه یی تکرار کړ چی ددی څخه مخکی هم ډیر ځلی د سیاستمدارانو، اجرایی مقاماتو او خارجی نظامی قوماندانانو بالخصوص آمریکا څخه اوریدل سوی دی. په دی ترتیب، د ښاغلی مک مستر مواضع، عملآ تازه توپیر او تحول نه بلل کیږی او بیله مکرراتو تکرار بل څه نه حسابیږی؛ خو په دی سره، دا خبره شتون لری چی شاید دولت د دونالد ترامپ په مشری، د امریکا خارجی سیاست کی پخوانی سنتونه د تروریزم سره مبارزه کی او افغانستان جنګ کی مات کړی او دا قضیه مبهم او عملګرایانه او واقع بینانه راتلونکی ولری. دا همغه څه دی چی د دونالد ترامپ انتخاباتی وعدی هغه منځته راوړی دی او پراخ توګه په دی باندی لمن وهلی دی.

په دی سره، آیا ددی هیله مند کیدلای سو چی ترامپ د همیشه لپاره، د تروریزم لګښت تاریخ باندی د ختم مهر کښیږدی او په دی ترتیب سره، ددی کاغذی ببر او جوړ سوی هیولا څخه ګټه اخیستنه د امریکا سیاسی سلطی ساتلو لپاره پر نورو ضعیفو هیوادونو باندی ودروی؟
دا هغه پوښتنه دی چی د منتقدانو په باور، تر اوسه نه سو کولای هغه مثبت او منفی ځواب ووایو؛ خو د امریکا ولسمشر ملی امنیت مشاور اخیر مواضعو ته په کتو سره، دا هیله شتون لری چی د تروریزم لګښت تاریخ رارسیدلی دی او امریکا لږ ترلږه یو ځل، د افغانستان دا غوښتنه جدی ونیسی چی تروریزم د ټوله نړۍ سولی او ثبات ته خطر دی او د دداسی ټولنی راتلونکی د خطر سره مخ کړی دی.

خو اضافه پردی یو بل موضوعاتو څخه چی د ترامپ ملی امنیت مشاور موضع شکارونه د اعتبار څخه لیری کوی، د امریکا قدرت په افغانستان کی د تروریستانو مصونیت او امنیت او آسایش سلب کی دی. امریکا ۱۶ کاله کیږی چی د خپلو هم پیمانو سره په افغانستان کی، هر اړخیزه نظامی او استخباراتی حضور لری؛ خو په دی سره سره، تر اوسه نه دی غوښتلی چی تروریزم له منځه یوسی؛ بلکه ورځ په ورځ د بین المللی تروریزم فعالیت لمن په افغانستان کی ډیر سوی دی او نوی تروریستی ډلی رامنځته سوی دی.
همدارنګه د څیړونکو په نظر، یو بل مسئله چی د امریکا عدم صداقت تروریزم سره مبارزه کی په افغانستان کی ښیی، د متحده ایالاتو توجه نه کول د کابل غوښتنو ته چی د افغانستان امنیتی ځواکونو تقویت او تجهیز او ددی ځواکونو هوایی توان ډیرول د تروریزم سره موثره مبارزه کی دی.
امریکا تر اوسه دی غوښتنو ته هیڅ کوم مثبت او مشخصه ځواب نه دی ورکړی او دا په داسی حال کی دی چی د پوهانو په نظر، یواځنۍ ځواک چی صادقانه او د ټولو هیوادونو په غیاب سره د تروریزم سره مبارزه کی مقدم صف کی ولاړ دی، د افغانستان امنیتی ځواکونه دی او دا حقیقت، د ټولو لپاره شکاره ده. بنا پردی، هغه وخت چی د تروریزم سره مبارزی ادعاکوونکی عملآ د افغانستان امنیتی ځواکونو تقویت او تجهیز څخه امتناع کوی، شکاره خبره ده چی د هغوی صداقت او تعهد د تروریزم سره مبارزه کی په پوره توګه تر پوښتنی او شک لاندی دی.

خودا چی د ترامپ مشاور یو ځل بیا د سپین ماڼۍ سرانو تکراری تعهد تکرار کړی دی چی امریکا به د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د تروریزم په جنګ کی مرسته وکړی او په دی برخه کی چی مشخصآ د افغانستان ځواک هوایی ځواک تجهیز باندی ټینګار سوی دی؛ ددی ترڅنګ چی ویل کیږی امریکا د افغانستان دولت څلور راتلونکی امنیتی استراتژی سره موافقت کړی دی.
په دی ترتیب، آیا په افغانستان کی تروریزم سره مبارزه او ثبات او امنیت کی به تازه فصل رامنځته سی؟
مثبت او منفی ځواب به دی پوښتنی ته، په مستقیمه ډول سره د ترامپ دولت وعدو او ملی امنیت مشاور وعدو ته تړلۍ وی.
https://avapress.com/vdcb08b8frhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته