دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 151766
په کابل کی امام زمان مسجد او غور کی یو یو ولسوالی باندی برید/ آخری شمیرنی

 

 

 

د داخلی وزارت په نویو سرشمیرنوکی د امام زمان(ع) مسجد باندی تروریستی برید تلفات ۳۹ شهید او ۴۵ ټپیان اعلان کړ.

همدارنګه د غور دولینه ولسوالی باندی برید شهیدان ۲۰ تنه او ۱۰ تنه ټپیان اعلان کړ خو د غور پولیسو د شهیدانو شمیر ۳۳ تنه وښودل.

د جمعی ورځی په شپه یو انتحاری کوونکی ځانته د کابل لویدیځ امام زمان مسجد لمونځ کوونکی په منځ کی چاودنه ورکړه.

داعش د یو پیغام په استولو سره ددی برید مسئولیت په غاړه اخیست یدی.

دا برید د ۵:۴۰ بجو په شاوخوا ترسره سوی دی او امنیتی ځواکونو له لوری ټول ختم سوی لاری و پیښی سیمی ته بند سوی او ټپیان د آمبولانس په واسطه روغتون ته لیږدول سوی دی.

د کابل لویدیځ صحی مراکز هم د وینی اهدا غوښتنی کوی.

د عینی شاهدانو په وینا، حجت الاسلام فصیحی؛ د امام زمان مسجد جماعت امام هم په شهیدانو کی دی.

https://avapress.com/vdcb08b80rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته