دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۳:۵۷
د مطلب کود : 136664
د رئیس جمهور غنی کتنه د شهید باز محمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري د وارثینو سره
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام د شهید بازمحمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري وارثینو او همدارنګه د هېواد د شمال ولایتونو یو شمېر مشرانو، متنفذینو او د ملي شورا استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې محمدکریم د شهید بازمحمد د وارثینو او محمداسماعیل د شهید سراج الدین صفري د وارثینو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهور رئیس د غمشریکۍ قدرداني یې وکړه.

هغوی له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې د هېواد د سولې او ثبات د تامین لپاره ځانونه قربانوي هم مننه او قدرداني وکړه. ویناوالو د شهید بازمحمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري د شخصیتونو او کارنامو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هېواد ته د خدمت په لاره کې د هغوی ارمانونه به تعقیب او پوره کړي.

ویناوالو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کندهار ولایت پېښه په هر اړخیز ډول وارزول شي او عاملین دې له پېژندلو وروسته د قانون پنجو ته وسپارل شي. حاضرینو د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ په وحدت او یووالي ټینګار وکړ وې ویل، د حکومت د پروګرامونو ملاتړ کوي او د افغانستان د دښمنانو پر ضد به مبارزه وکړي.

دې ویناوالو وویل، په کندهار کې د شهید جوزجاني او شهید صفري شهیدانېدل دا ښیي چې که د دې وطن له هرې څنډې څخه یوو د افغانستان په اړه فکر کوو او دا د وحدت او یووالي نښه ده.

هغوی د خپلو ستونزو په یادولو سره د امنیت تامین ته د زیاتې پاملرنې او د امنیتي ځواکونو د تجهیز او همدارنګه د انکشافي پروژو په ځانګړي ډول د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي د خبرو پرمهال د شهیدانو او د هېواد د امنیتي ځواکونو کورنیو ته د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه. نوموړي د ملي شورا د غړو شهید بازمحمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري د شخصیتونو ښېګڼې یادې کړې او هغوی یې د خلکو واقعي خادمان وګڼل.

د ولسي جرګې دې غړي له نظام او حکومت څخه د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، خلک په پوره یووالي د دولت تر څنګ ولاړ دي او په هیڅ وجه د افغانستان د خلکو دښمنانو ته اجازه نه ورکوي چې نظم او ارامي له منځه یوسي.

قدرت الله ذکي په ټینګار وویل، موږ د دولت تر څنګ یوو او د دولت د ټولو برنامو ملاتړ کوو. لکه څنګه مو چې د سولې او ثبات په خاطر شهیدان ورکړي تیار یوو چې بیا هم د حکومت او نظام د پیاوړتیا لپاره شهیدان ورکړو.

نوموړي د ټولو قومونو تر منځ د وروري او وحدت تامین ته په اشارې وویل، هر ډول نفاق او تفرقه له منځه وړو او وروري او دوستي پیاوړې کوو. نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو مننه وکړه او د دې ځواکونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

جمهور رئیس د هغوی د ویناو له اورېدلو وروسته د ملي شورا د غړو شهید بازمحمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري کورنیو او وارثینو ته تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، ” د شهیدانو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه زما له وجایبو څخه ده.“

جمهور رئیس شهید جوزجاني او شهید صفري د افغانستان شخصیتونه وبلل او وې ویل، دا دواړه افغانستان شموله شخصیتونه وو او د هېواد د راتلونکي په اړه یې فکر کاوه چې خاطرې به یې هیڅ وخت هېرې نشي، ځکه خاطرې یې ملت جوړول او د ملي یووالي تامین وو.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، باید په واقعي توګه د شهیدانو د هیلو د پوره کولو کوښښ وکړو، ځکه هغوی د پرمختللي افغانستان، پیاوړي دولت، پایداره اقتصاد او د افغانانو د اتحاد او یووالي په فکر کې وو.

جمهور رئیس غني د تروریستانو پر ضد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانۍ او زړورتیا قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه، نړیوالې ټولنې د افغانستان د برحقه دریځ ملاتړ وکړ. هغه وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه رامنځته شوې ولسي او ملي اجماع په تېرو سلو کلونو کې بېسارې ده.

جمهور رئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، انکشافي پروګرامونو ته پاملرنه کېږي او د هېواد د شمال بندونو جوړول د حکومت د برنامو برخه ده، المار بند چې د شهید صفري د کوښښونو برخه ده هم بشپړېږي.

نوموړي د دې په بیانولو سره چې د افغانستان اړیکې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پراخه شوې دي زیاته کړه، مرکزي اسیا سره زموږ د همکارۍ مناسبات پیاوړي شوي او د ترانزیت او سوداګرۍ لارې هم جوړې شوې دي.

جمهور رئیس د کندهار پېښې د ارزونې په اړه وویل، په دې اړه څېړنې روانې دي او د دې او نورو پېښو سازمان کوونکي به د خپلو خاینانه حرکاتو قېمت ورکړي.

د دې کتنې په پای کې مولوي عبیدالله نصرت د ټولو افغانانو ترمنځ د وحدت او وروري په اړه د اسلام د مبین دین له لیدلوري خبرې وکړې او د ټولو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.

ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcb00b8arhbf0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته