دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 154744
تراوسه ۵۰ پروازونوکې  وچې اوتازه مېوي هند صادرشوي دي
د سوداګړی خونه سرګندویی، چې په ۵۰ پروازونوکې د تازه او وچې مېوې په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز اقلام هندستان ته صادرشوي دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د سوادګرې او صنایعوخونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت پرون په کابل ښارکې خبریالانو ټه په دی اړه ویلی، تردی مهاله په ۵۰ پروازونو کې د وچي او تازه مېوي په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز توکي هندستان ته صادرشوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، له ۵ میاشتو په کمه موده کې د هوايي دهلېز له لارې له هند سره د افغانستان سوداګري ښه غوړېدلې او د لا چټکتیا په حال کې ده.
دوی وایی، موږ د یاد ۵۰ پروازونو کې د ۱۵ سوه ۵۵ ټنو په اندازه صادارتي اقلام چې ۱۱سوه ټنه یې تازه او وچه مېوه تشکیلوي، هندوستان ته صادر کړي .
هغوی زیاتیوی، په لومړي سرکې اټکل داسې و چې ممکن دغه دهلېز ښه نتیجه ورنه کړي.

https://avapress.com/vdcayyn6y49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته