دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 144547
مجددي اعتراض‌کوونکو ته: کابلیانو ته ستونزې مه جوړوئ

په داسې حال کې چې افغان حکومت او د ولسي جرګې پلاوی په کابل کې د روانو اعتراضي غونډو د ختمولو لپاره هڅې پيل کړي، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا د حکومت او اعتراض‌کوونکو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی ښودلی دی.

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د شورا رئیس صبغت‌الله مجددي، چې د یک‌شنبې په ورځ یې په پلازمینې کابل کې د وروستیو پیښو په اړه د دغې شورا دریځ څرګند کوه وویل، اوسنی نظام د میلیونونو افغانانو د وینو په بدل کې رامنځ ته شوی او حکومت د خلکو د حقونو او د هغوی د قُربانیو د ساتلو مسول دی.

ښاغلي مجددي د کابل د وروستیو پيښو تر شا د یو شمیر کړیو لاس وباله او زیاته یې کړه، چې لاریونونه او تحصن د هر افغان قانوني حق دی او په حکومت کې د اصلاحاتو پلوي کوي.

هغه وویل "زه د جهادي او ملي ګوندو د شورا په استازیتوب، د دولت له مشرانو صمیمانه غوښتنه کوم، تر څو ستاسې معقولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، زه د یو مُصلح سپینږیري په توګه له تاسې عزیزانو څخه هیله لرم، ترڅو د روژې په مبارکه میاشت کې د لارې د بندولو، د خلکو او د کابل ښار د میلیونو اوسیدونکو د زورولو مخنیوی وکړئ."

دغې شورا ټینګار وکړ، چې د حکومت او اعتراض‌کوونکو ترمنځ د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتوالی لري.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوي په کابل کې اعتراضي غونډو او د لارې د بندیدو ستونزو د لرې کولو لپاره، تیر ماښام په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره لیدنه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د بیان له مخې، په دې لیدنه کې ولسمشر غني ویلي "دولت مکلف دی چې د خلکو مشروع غوښتنو ته رسیدګي وکړي او هر مشروع وړاندیز ماته د منلو وړ دی. موږ د سیاسي اجماع ترڅنګ اړتیا لرو چې د کابل د امنیت د مدیریت او د قانون د حاکمیت په اړه هم اجماع ولرو، تر څو ټول ځان د قانون په چوکاټ کې مکلف او مسول وبولي."

په دې لیدنه کې د افغانستان د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي ویلي، چې دغې جرګې په کابل کې وروستیو ستونزو ته د حل لارې موندلو په موخه یو کمیسیون جوړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه کمیسیون له خپل منځ څخه دوه پلاوي ټاکلي، چې یو یې له معترضینو او حکومت سره د خبرو کولو دنده اخیستې ده.

"کمیسیون له معترضینو سره لیدلي او هغوی خپل مشخص لیدلوري وړاندې کړي دي چې موږ به په کمیسیون کې د هغوی په لیدلورو بحث وکړو"

د ولسي جرګې پلاوي د کابل ښار اوسنی وضعیت د خلکو او نړیوالو موسسو لپاره د اندیښنې وړ بللی او په عاجله توګه یې د دغې ستونزې پر پای ته رسیدو ټینګار کړی.

دغه پلاوي له ولسمشر غني څخه غوښتي چې حکومت باید د خلکو او د ولسي جرګې برحقه غوښتنو ته پام وکړي.

.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayyn6049nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته