دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 140244
نړیواله ټولنه دې د دیورند کرښې د حل منځګړیتوب وکړي
د ولسي جرګې غړي د دیورند کرښې پر سر د افغانستان او پاکستان شخړو ته په نغوته(اشاره) کې وايي، چې نړیواله ټولنه باید د دغې ستونزې د حل لپاره منځګړیتوب ته راوړاندې شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په افغانانو کې د دیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو په اړه حساسیتونه ورځ تر بلې مخ پر ریاتیدو دي او زیاتره په دې باور دي، چې د ديورند فرضي کرښه پر افغانانو تپل شوې ده.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالرووف انعامي وایي؛ افغانستان له څو کلنو راهیسې د دیورند کرښې په اړه کوم رسمي سند ملګرو ملتونو ته نه دی سپارلی، چې غور پرې وکړي. د دغه کرښې د ستونزې په اړه بحث به ترهغې ګټوره پایله ونه لري، چې د نړیوالې ټولنې له لارې حل نشي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید وایي، چې د دیورند کرښې د ستونزې په اړه باید مسوولانه پرېکړه وشي او د حل لپاره یې باید ګامونه پورته شي. د دغې ستونزې د حل لپاره د پیاوړیو ګامونو د پورته کولو تر څنګ باید نړیوالې محکمې ته هم مراجعه وشي.
د ولسي جرګې رييس ټینګار کوي، چې د ديورند کرښې ستونزه په ټول ملت پورې اړه لري او لویه جرګه کولی شي، په دغه برخه کې پرېکړه وکړي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وايي، چې د دیورند کرښې په اړه پرېکړه د ټولو افغانانو حق دی او په کار ده، چې په لویه جرګه کې پرې پرېکړه وشي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کويٍ، چې له ملي ګټو پرته به له پاکستان سره د دیورند کرښې په رسمیت پېژندنه ملي خیانت وي او د افغانانو د ارادې خلاف هر ډول پرېکړه به د افغانستان په تاریخ کې له شرمه ډک تور داغ وګڼل شي
https://avapress.com/vdcaywn6y49nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته