دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 139444
خصوصي سکتور د برښنا رسولو په پروژو کې ۷۷۵میلیون دالر پانګونه کړې
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین وایي، په ۱۳۹۵ل کال کې خصوصي سکتور د برښنا رسولو په پروژو کې د ۷۷۵میلیون ډالرو پانګونه کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ د کانونو او پترولیم، انرژۍ او اوبو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ویندویان خپل خپل یو کلن کاري رپوتونه وړاندې کړل.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وایي، د برښنا پېنځه کلن پروګرام د پلي کولو لپاره د پېنځه میلیارد دالرو اړتیا ده، چې یو نیم میلیارد دالر ورته ټول شوي او هڅه کوو، چې خصوصي برخه هم په دې اړه پانګونې ته تشویق شي.
د نوموړي په وینا؛ په ۱۳۵۹ کال کې له خصوصي سکتور سره د برښنا د انتقال څلور تړونونه لاسلیک شوي دي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند ذبیح الله سروري بیا وایي، چې په روان کال کې مو اتیا سلنه پروګرامونه عملي شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان مالي کال کې یې ۹۸۶ میلیون افغانۍ عواید لرل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدلفتاح عشرت احمدزی وایي، چې د خصوصي سکتور لپاره د تقاعد مقرره وروستۍ شوې، چې له پلي کیدو سره به یې د دې برخې کارکوونکي هم له تقاعد برخمن شي.
د نوموړي په وینا؛ د تېرو کلونو په پرتله د وزګارتیا کچه راټيټه شوې او نورو هېوادونو ته د کارګرو د لیږلو طرحه هم وروستۍ شوې او اټکل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو ته افغان کارګر ولیږل شي.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېر کال له هېواده د وتليو ځوانانو څه نا څه یوه برخه هېئواد ته بېرته رالیږل شوي او هېواد وال مو له بې کارۍ سرټکوي.
https://avapress.com/vdcayon6y49ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته