دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 139840
د دیورند پر کرښه د کټارو او اغزن تار لګول ګټه نلري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان حکومت د دیورند کرښې په اوږدو کې هر ډول اقدام، چې د دواړو حکومتونو له هوکړې پرته ترسره شي، ناموثره، بیکاره، نه عملي کیدونکی او بې پایلې بولي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د دغه وزرات مرستیال ویاند خیرالله آزاد وایي؛ د افغانستان حکومت له پاکستان څخه غواړي، چې دیورند کرښې ته په څیرمه سیمه کې هر اقدام باید له افغان حکومت سره په هوکړه کې وشي.
د نوموړي په وینا؛ پاکستان په دې اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې ندي کړي.
له همدې کبله له پاکستان څخه د افغان حکومت غوښتنه دا ده؛ هر ډول اقدام، چې کوي باید د افغانستان د حکومت په هوکړه یې وکړي.
پاکستان تېره ورځ په ډاګه کړې وه؛ له افغانستان سره يې پر ديورند کرښې، چې ویل کیږي یاغیان له پولي اوړلي او بریدونه ترسره کوي د اغزن تار لگول پیل کړي دي.
دا اقدام به له پاکستان سره د افغانستان اړیکې نورې هم خړې پړې کړي، چې د استعماري عصر سرحد یې هیڅ کله ندی منلی.
https://avapress.com/vdcayon6w49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته