دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 145140
د امنیتی پیمان توجیه د ناامنیو په اوج کی
په دی شپی او ورځو کی د هیواد امنیتی وضعیت  د هروخت څخه خراب او بحرانی سوی. د انتحاری او چاودیدونکو بریدونو پیښیدنه چی حجم یی هم ډیر سوی دی او د طالب او حقانی شبکی ترڅنګ یو بل نوی خطرناکه ډله د داعش په نامه هم رامنځته سوی دی او ډیر درانده عملیاتونه د افغانستان خلګو په وړاندی ترسره کوی.

د هوا په ګرمیدو سره په داخلی او خارجی جبهه کی په بل عبارت سره د طالبانو او داعش او حقانی شبکه په شوم مثلث کی سخت جوش او خروش رامنځته سوی دی چی داسی په نظر رسیږی چی دا دری ډله د خارجی اربابانو او په افغانستان کی د خارجی ځواکونو شنه څراغ په اشاره سره غواړی په دی ګرم دوبی کی د شعله دوزخ د بی ګناه افغانانو په واسطه جوړ کړی.

د اخبارو په اساس په دی شپی او ورځو کی ترهګر د فاریاب ولایت غورماچ، قیصار، المار، ګرزیوان، شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو باندی تهاجمی برید کړی دی او د هیواد ځینی امنیتی سرتیری په شهادت رسولی دی خو خپله هم تلفات لیدلی دی او سیمه پریښی دی او همدارنګه د درزاب پر ولسوالی باندی د داعش ډلی تهاجمی برید خبری کیږی.

د داعش تروریستی ډلی غړۍ د چهارشنبه په شپه د یو تهاجمی برید وروسته ځان د درزآب دروازی ته رسولی دی چی د هغه وروسته ددی ولسوالی د سقوط خبری په رسنیو کی مخابره سو.
د رسنیو په ګزارش سره؛ د جوزجان والی ویاند ددی برید په تشریح کی وویل: داعشیان چی ځان د درزآب ولسوالی تر دروازو پوری رسولی وو د امنیتی ځواکونو سره یی نښته سوی چی په نتیجه کی د داعش دلی دری غړۍ وژل سوی دی او د لسګونو تنو څخه ډیر ټپیان سوی دی او نور یی د سیمی څخه تیښته کړۍ دی.

هغه زیاته کړه چی په دی نښته کی د امنیتی ځواکونو څخه اته تنه هم په شهادت رسیدلی دی او شپږ تنه نور ټپیان سوی دی.
د تروریستی بریدونو رامنځته کیدنه زموږ په هیواد کی په داسی شرائط کی دی چی د پنتاګون؛ د امریکا دفاع وزارت د تازه ګزارشونو په اساس د طالبانو او حقانی شبکه پټنځایونه په پاکستان کی دی.
اوس پوښتنه داده چی که د امریکا استخبارات په دی پوهیږی چی د افغانستان د ناامنیو ترشا، پاکستانی چارواکو لاس قرار لری او دا هیواد ددی لامل سوی دی چی د افغانستان بحران اوږد سی او په یو ډول سره د امریکایانو حضور لامل هم وی، ولی اصلی او اساسی فشار پر پاکستان دولت باندی نه واردوی؛ ترڅو دا هیواد د شرارت څخه لاس واخلی او ثبات او امنیت هم افغانستان ته بیرته راوګرځی؟!

امریکا سربیره پردی چی پوهیږی چی پاکستان د افغانستان د ناامنیو ترشا قرار لری او تروریستان په پاکستان کی پټنځایونه لری، خو بیا هم د هغه هیواد غلطو سیاستونو ترڅنګ د افغانستان په وړاندی دریدلی دی او غیری وصفی تسامح سره د هغه هیواد سره چلند کوی.

د واشنګتن د سرانو دوه ګونۍ تناقض د پاکستانیانو شرارتونو سره، یا هم د  سپین ماڼۍ په سرانو کی دوه ډله ایز توب چی ځینی د اسلام آباد دولتمردانو په وړاندی موضع ګیری کوی او ځینی یی هم په یو ډول چوپتیا سره دا سیاستونه تاییدوی او په سادګۍ سره د اسلام آباد د سرانو شرارتونو څخه تیریږی او یا دا چی دا امریکا سیاسی ترفند دی چی په عمل کی سیاستونه تایید کړی خو په شعارونو کی  دهغه دولت سره مخالفت شکاره کړی او ځینی وختونه هم د هغه هیواد په وړاندی د تروریستی ډلو شتون په هغه هیواد کی، خبری خپور کړی.

امریکایی سران د خپلو اوږدمدته سیمه ایز ګټو سیاستونو کی د اسلام آباد دولت سره مشترک ګټی باندی باور لری او هغه د سیمی ناامنه کول د امریکا د نامشروع او استعماری ګټو لپاره دی.
خو هغه څه چی د افغانستان ملت او دولت ته راګرځی، ددی مسئولیت ترسره کول ملی رسالت دی چی امریکایان د پوښتنو او چالشونو سره مخ کړی چی د افغانستان سره امنیتی پیمان تړلو معنی څه دی او ولی افغانستان هره ورځ په دی اور کی سوځی؟ او کوم ګټه زموږ دولت او ملت لپاره درلودلی دی، بیله دی چی افغانستان په یو دوزخ د لوګی او اور او وینی څخه بدل کړی دی چی مهار یی په دی نږدیو کی میسر نه دی.
https://avapress.com/vdcaymn6w49ny61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته