دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 106143
نامعلومو وسله والو دوه ملکي وګړي شهیدان کړي .
د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې تېره شپه نا معلومو وسله والو کسانو دوه ملکي وګړي په ډزو سره په شهادت رسولي دي .
دعبدالهادي او حامد په نومونو دغه دوه تنه ملکي وګړي،چې کومه دولتي دنده یې نه لرله او د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې کومه شخصي دښمني یې هم نه درلوده، نا معلومو وسله والو کسانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په اب دره سیمه کې په ډزو سره په شهادت رسولي دي .
یاد کسان د سیداباد ولسوالۍ د سالارو او امان خیلو د سیمې اصلي اوسیدونکي وو،چې وسله والو له خبلو سیمو څخه تر بیولو وروسته د اب دره په سیمه کې په شهادت رسولي دي .
تر دې دمه د یادې پېښې په تړوا څوک ندي نیول شوي خو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو څېړنې دوام لري،ترڅو د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcayin6e49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته