دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 143845
هلمند: بېلابېلو سيمو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په یاد ولايت په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې د نښتو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي او ګڼ شمېر وسلې يې له منځه وړل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبر پانه کي راغلی ، نن سهار شاوخوا لس بجې نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو او مرکزونو باندې د ملي اردو ځواکونو له لوري د هاوان پېرونه شوي، چې له مخې يې د لوې باغ سيمه کې ۸ طالب جنګيالي وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې يې هم له منځه تللي دي.
سرچنیووایی، د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه مخالفين وژل شوي او هغوئ پر شا تمبول شوي دي.
په خبر پانه کی راغلی، په يادو نښتو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغوویلی، افغان ځواکونو د لښکرګاه شاخوا، سنګين، نادعلي، ګرمسېر، ناوې او يو شمېر نورو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات پېل کړي چې له مخې يې ګڼې سيمې ترې تصفيه شوي او طالب جنګيالي سخت ځپل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcayen6m49nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته