دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 141748
د افغانستان په ځينوختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دوام
د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه دغه راز دوام لري . دغه بريدونه په وروستيو دوو اوونيوکې زور اخيستى دى.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په وروستيو دوو ورځوکې پنحوس توغندي د افغانستان په ځينوختيځو سيمو لګيدلي دي.
د ننګرهار او کونړ ولايتونه په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا د راکټي او توپچي بريدونو ډګر دى.
د کونړ ولايت د پوليسو يو مقام وويل: د پاکستاني پوځيانو په نوي راکټي او توپچي بريدونوکې د استوګنې څو کورونه يو څه ويجاړ شوي دي.
ده وويل: په وروستيو دوو ورځوکې څه ناڅه ديرش توغندي د دغه ولايت په ځينو سيمو لګيدلي دي.
له بله پلوه د ننګرهار ولايت ځينې سيمې هم د لسګونو توغنديو د لګيدو ډګر و.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان وايي چې په وروستيو دوو شپو او ورځوکې څه ناڅه پنځلس توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا ددغه ولايت په ځينو سيمو توغول شوي دي.
د دغو راکټي بريدونو له امله د سر زيان نه دى اوښتى.
خو يوه مياشت مخکې په کونړ ولايت کې د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدکې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شوي وو.
د ننګرهار او کونړ د ولايتونو د خاص کونړ، ګوشتې، لعل پورې، نازيانو، سرکاڼو او د دانګام ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو د راکټي او توپچي بريدونو ډګر و.
دغه راز ويل کيږي، د وروستيو لسو ورځو په بهيرکې چې دغو بريدونو يو ځل بيا زور اخيستى دى، د هېواد په ځينو ختيځو سيمو څه ناڅه پنځه سوه توغندي لګيدلي دي.
د افغانستان په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دوى د مرکزي مقاماتو لارښوونې ته په تمه دي چې د پاکستاني پوځيانو دغو بريدونو ته ځواب ورکړي.
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه پنځه کاله مخکې د نوي لمريزکال په لومړيو ورځوکې پيل شول او تر اوسه پورې دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې د دغو پنځو کلونو په بهيرکې څه ناڅه پنځلس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا په افغانستان توغول شوي دي.
د دغو بريدونو له امله تر اوسه پورې دوه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه راز په زرګونوکورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړې شوې دي.
https://avapress.com/vdcay6n6a49ny01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته