دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 124206
افغانستان وېسټ انډيز ته په ۶ منډو ماته ورکړه
د افغان توپ اچونکو له ډلې محمد نبي عيسي خيل او راشد ارمان دوه دوه، حميد حسن، امير حمزه هوتک او ګلبدين نايب يو يو لوبغاړي وسوځول.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال شل اوريز جام لس غوره لوبډلو په پړاو کې خپله وروستۍ سيالي د ويسټ انډيز پياوړې لوبډلې څخه وګټله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړيوال شل اوريز جام لومړي پړاو په درې برياو سره پاي ته ورساوه او په خپل ګروپ کې د درې سياليو له ګټلو وروسته د لس غوره لوبډلو پړاو ته لارموندنه وکړه.
د لس غوره لوبډلو په پړاو کې افغان ملي لوبډلې خپله لومړۍ سيالي د سريلانکا، دوهمه سويلي افريقا او دريمه سيالي د انګلستان ملي لوبډلو پر وړاندې ترسره کړې.
که څه هم ملي لوبډلې دغه درې سيالۍ ونه ګټلې خو د ښې لوبې له امله يې د کرکټ په نړۍ کې د خلکو زړونه وګټل.
نن ملي لوبډلې خپله وروستۍ سيالي د ويسټ انډيز ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.
د لوبې پچه د ويسټ انديز لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډله يې توپوهنې ته راوبلله.
افغان لوبډلې د سيالۍ
په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې يې نجيب الله ځدراڼ ۴۸ او شهزاد محمدي ۲۴ منډې جوړې کړې.د ويسټ انډيز ملي لوبډلې ورکړل سوي هدف ترلاسه نه کړاي سو او افغان توپ اچونکو د پياوړې توپ اچونې ترڅنګ د خپلې چټکې ډګر ساتنې په قوت سره سياله لوبډله تر اغيز لاندې راوستل چې په پايله کې يې د سيالۍ په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۱۷ منډې جوړې او لوبه يې د ۶ منډو په توپير د افغان لوبډلې په بريا سره پاي ته ورسوله.
د افغان توپ اچونکو له ډلې محمد نبي عيسي خيل او راشد ارمان دوه دوه، حميد حسن، امير حمزه هوتک او ګلبدين نايب يو يو لوبغاړي وسوځول.
نجيب الله ځدارڼ د سيالۍ غوره لوبغاړي اعلان سو.د دې لوبي په ګټلو سره يوځلي بيا دهيواد په ګوټ ګوټ کي دکرکيټ مينوال لارو او سړکونو ته راووتل او دغه بريايې دافغانستان د درې رنګه بيرغ په ليږدولو په تودو احساساتو ولمانځل.
سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcawyn6i49nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته