دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۲
د مطلب کود : 154807
عربستان د استانبول ناستې لوی غایب



محمود عباس؛ فلسطینی خودګردان تشکیلاتو مشر په استانبول کی د اسلامی همکاریو سازمان غړیو هیوادونو مشرانو ناسته کی چی د قدس په اړه د ترامپ تصمیم د څیړلو لپاره جوړ سوی وو، عربستان ته اشاره وکړ او وویل: باید مخکی د اسرائیل سره هر ډول اړیکی عادی کیدو د فلسطین مسئله حل سی او ددی مسالی حل په قدس کی د ځان د حق تیریدو په معنی نه وی.
ښاغلی عباس همدارنګه وویل: تر هغه ځایه چی د امریکا تصمیم د سازمان ملل امنیت شورا قطعنامه نقض په حساب راځی باید د ملل متحد په میثاق کی، امریکا په سازمان ملل کی ددی موضوع په اړه رای ورکولو څخه محروم سی.
هغه د امنیت شورا څخه وغوښته د یو قطعنامه په صدور سره د دونالد ترامپ تصمیم باطل کی او همدارنګه وویل چی اسرائیل باید د هغه ځمکو څخه چی په سوریه او لبنان کی اشغال کړی دی هم باید خارج سی.
دا په داسی حال کی دی چی سعودی عربستان په دی ناسته کی په کښته ترینو سطحه کی ګډون وک او نزار مدنی؛ د خارجه چارو مشاور وزیر هغه ته واستوله.
د سعودی رژیم دا اقدام په داسی شرایطو کی چی د اسلامی همکاریو سازمان فوق العاده ناسته د مشرانو په سطحه جوړ سوی وو، په شکاره توګه وښوده چی ریاض رژیم هیڅ وخت به د محمود عباس غوښتنو ته د قدس په اړه، قانع نه وی.
د ریاض دا اقدام په عینی حال کی شکاره کړه چی قدس، وجه المعامله ریاض رژیم د صهیونیستی رژیم سره اړیکو عادی کولو په لټه کی وو او دا هغه څه دی چی مخکی اسراییلی رسنۍ هم ورته په شکاره توګه اذعان کړی دی او ویلی دی چی عربستان مخکی د ترامپ تصمیم څخه خبر وو او ورڅخه پوهه درلوده.
په دی حساب سره، حتی که سعودی عربستان د استانبول فوق العاده ناسته کی، د سرانو په سطحه هم ګډون کړی وای، څوک به ددی رژیم اړیکو عادی کولو په اړه شک هم نه وای کړی.
سعودی عربستان اوس د صهیونیستانو سره متحد او نماینده په حیث د اسلام په نړۍ کی، نه یواځی چی د قدس غم انګیز برخلیک ته هیڅ ارزښت نه ورکوی؛ بلکه حتی حاضر دی چی د مسلمانانو اوسنۍ قبله هم ددی ذلت باره اړیکی قربانی کړی ترڅو خپل مزدوری خپل لوی ارباب یعنی امریکا ته ثابت کړی؛ ځکه هغه رژیم چی لاس د صهیونیستانو په لاس کی ورکوی چی د همغه شروع څخه د مسلمانانو او اعرابو وینه تویولی او ځمکی یی غصب کړی دی، اوی لوی دینی مقدس ځانی باندی برید کړی او دمسلمانانو لمړۍ قبله ابدی غصب لپاره، اقدام کړی دی، هیڅ بیره نه لری او اسلام نړۍ نور معنوی او دینی سرمایه هم د صهیونیزم لپاره قربانی کوی.
سعودی عربستان چی د شیعه او سنی ترمنځ د هیڅ ډوله تفرقه او مشکلاتو رامنځته کولو څخه مخ نه اړوی، د همدی لپآره دی چی ټول غم یی د آمریکایانو او صهیونیستانو خوشنودی او شادمانی لپاره دی.
په داسی شرایطو کی، د اسلامی هیوادونو همکاری سازمان غړیو هیوادونو ناسته په استانبول کی چی د سعودی عالیربته هیآت په غیبت کی رامنځته سو، په ښه توګه ټولو ته شکاره کړه چی څوک، د قدس په وړاندی لوی خیانت کی لاس لری او د اسلام او اعرابو دشمن صهیونیستانواو استعمار ګرانو څخه، د اسلام او اسلامی مقدساتو په وړاندی دفاع او ملاتړ کوی.
محمود عباس او نور فلسطینی سران او مشران که وپوهیږی او که ونه پوهیږی، حقیقت دادی چی قدس اهدا صهیونیستانو ته، د تل آویو سره د ریاض رژیم اړیکو عادی سازی لمړۍ لاسته راوړنه ده ځکه چی دا د همغو غوښتنو څخه دی چی صهیونیستان ددی نامبارک پیوند او اړیکی څخه انتظار لری.
جالب نکته داده چی ریاض رژیم، مخکی له دی، اسلامی همکاری سازمان د اسلام په نړۍ کی خپلو فقه ای اهدافو تحقق لپاره کارولی دی او ورڅخه د اسلامی لویو مذاهبو ترمنځ مشکلاتو رامنځته کولو لپاره ګټه پورته کړی دی؛ خو اوس قدس په خطر کی قرار نیولی دی او په دی اساس، د اسلام او مسلمانانو پوری اړوند یو لوی مقدس او دینی ځای د داسلام دشمنانو له لوری غارت او غصب په وړاندی قرار نیولی دی او هغوی د یو بډا ګیدړې په شان کناره ګیری کوی او په ترتیب، امریکا او صهیونیزم ته خپل وفاداری ثابتوی.

https://avapress.com/vdcawyn6049nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته