دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 80230
"ډېر ژر به د افغانستان، ایران او هند ترمنځ یو ټرانزیټي تړون لاسلیک شي"
افغان حکومت وايي ډیر ژر به له هند او ایران سره د چابهار بندر له لاري د ټرانزیټ په خاطر یو یو تړون لاسلیک کړي. 
د بهرنیو چارو وزارت په بارو، چې د چابهار له بندره د ګټې اخیستو په اړه د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د تړون په لاسلیکېدو سره به افغانستان او سیمې ته د ټرانزیټ اسانه لاره برابره شي. 
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي؛ چې د افغانستان، ایران او هند د مسوولینو ترمنځ د دې درې اړخیز تړون د کولو په اړه خبرې دوام لري. د دې وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ له دې لارې به افغان سوداګر په اسانه توګه سیمې ته صادارت او واردات وکړي. "انشاالله وبه کولای شو، چې یو درې اړخیز تړون له هند او ایران سره لاسلیک کړو، دا به افغان سوداګرو او پانګوالو او د نړۍ نور هېوادونه به هم افغانستان ته یوه اسانه ټرانزیټي لاره ولري. 
عمومي موافقه موجوده ده، موږ به کوښښ وکړو، چې ژر وروستی شي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.
" ښاغلي موسی زي ونه ویل، چې دغه درې اړخیز تړون به کله لاسلیک شي؛ خو دی وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د دې تړون په اړه خبرې کیږي او اوس د تړون پر وروستۍ متن کار پيلیږي. 
تر دې مخکي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي وو؛ چې هند غواړي په راتلوونکي کې د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان او له افغانستانه منځني اسیا ته خپل سوداګریز مالونه ولیږي. 
د چابهار بندر ۱۷ زره کیلو متره مربع مساحت لري او د ایران په جنوب ختیځ کې د هند سمندر ته نژدې پروت دی؛ هندوستان د هند د سمندر له لارې او افغانستان د لوېدیځ له لارې دغه بندر ته لاره لري. 
د راپورونو له مخې همدا اوس د افغانستان له شپېته سلنې ډیر تولیدات هند ته صادرېږي؛ چې زیاته برخه یې کرنیز محصولات دي. افغانستان له هند او نورو اسیايي هیوادونو سره د پاکستان له خاورې د واګه او د ایران له خاورې د چابهار او عباس بندرونو له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه کوي. 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دا بندر د نورو په پرتله د افغان سوداګرو لپاره ډیره ګټه او ښه لاره برابر وي. 
"د چابهار بندر د نورو په پرتله موږ ته نژدې بندر دی؛ هم د نږدې والي او هم د لګښت له مخې موږ ته ګټور دی او دا د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره هم ارزښت لري؛ موږ له هغې مجبورۍ څخه هم خلاصوي؛ چې یوه هېواد ته اړیو.
" د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا هم وایي؛ چې ایران له ۲۰۰۴م کال راهیسې له افغانستان سره درې تړونونه لاسلیک کړي؛ چې د چابهار بندر له لارې ورته ټرانزیټي اسانتیا برابروي؛ خو وايي، ایران دغه تړونونه نه دي عملي کړي. افغانستان په مرکزي اسیا کې پروت دی، چې سمندر ته لاره نه لري او خپل ټرانزیټ د ایران او پاکستان له اوبو څخه نورو هېوادونو ته کوي. خو دغو دواړو هېوادونو د افغان سوداګرو مالونه په اونیو په خپلو خاورو کې په بیلا بیلو پلمو بند کړي. که څه هم چابهار د افغانستان او هندوستان لپاره ډیر مهم ټرانزیټي بندر بلل کیږي، خو معلومه نه ده، چې ایران به سیمه ییزو حالتو او سیالیو ته په کتو دغه تړون له دواړو هیوادونو سره لاسلیک کړي او که څنګه؟
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcawuna.49nwe1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته