دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 142800
کندز: د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال په هوایي برید کې وژل شوي

د افغانستان په شمال کندز ولایت کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وسله وال طالبان د یاد ډلې دوه مهم قوماندانانو په ګډون وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په شمال ختیځ کې د شلمې فرقې چارواکي وایي، دغه وسله وال تیره ورځ ناوخته په چهاردرې ولسوالی کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوایي برید ترڅ کې ووژل شول.

د پامیر د شلمې فرقې ویاند دګرمن غلام حضرت کریمي نن خبریالانو ته وویل، چې دوه تنه مهم طالب قوماندانان چې قاري احمدشاه او ارشد نومیږې په دغه هوایي برید کې وژل شوي.

هغه زیاته کړه، چې ۹ تنه نور وسله وال هم په دغه هوایي برید کې وژل شوي او د وسله والو یوه رنجر موټر هم له منځته تللی دی.

د جنرال کریمي په وینا، په دغه هوایي برېد کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.

تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

کندز د افغانستان په شمال کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcawun6w49nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته